چین او پاکستان په امریکا غږ کړی چې د سي پېک منصوبې په اړه د پوښتونو راپورته کولو نه وړاندې دې حقایق د افسانې نه بېل کړي.
د جمعې په ورځ د چین او پاکستان د دغې ردعمل نه یوه ورځ وړاندې د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې سفیرې اېلس ویلز په واشنگټن کې په سي پېک د بحث دپاره جوړې غونډه کې په منصوبه ټکونه وکړل او ویې وېل سي پېک به د پاکستان اقتصاد نور هم خراب کړي گټې به بېجنگ پورته کړي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د وډ رو وېلسن سېنټر نومې څېړنې ادارې غونډې ته مېرمن وېلز وویل امریکې د پاکستان خراب اقتصادي صورتحال بهتر کولو دپاره غوره بنیادي تجاوزیر وړاندې کړي وو. مېرمن وېلز د سي پېک د شفافیت او د منصوبې دلاندې پاکستان ته د چین ورکړی شویو قرضونو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې.
پاکستان او چین د مېرمن اېلس وېلز خبرو ته سخت ځواب وویلو.
په اسلام اباد کې د چین سفیر یاو یینگ وویل اېلس وېلز کره علم نه لري او د سي پېک په اړه د هغې خبرې د هغه په وینا د غربي میډیا په پروپگېنډه بنیاد لري.
یاو خبریالانو ته وویل چې هغه خپلې امریکايي همکاري ته وايي چې "که چېرې ته په ریښتیا داسې الزام لگوئ نو مهرباني وکړه احتیاط وکړه، ثبوت وښایه، ماته ثبوت راکړه، مونږ به گام اخلو."
د چین سفیر وویل چین او پاکستان به سي پېک د بډو رشوتونو نه صفا ساتي.
یاو وویل په سي پېک منصوبه کې هرڅوک د دنیا د هرځای نه سرمایه کاري کولی شي او چین به په دي منصوبه کې د امریکې د سرمایه کارۍ هم هرکلی کوي. چینايي سفیر وویل دوه ځله یې مېرمن اېلس وېلز ته د هغې د اسلام اباد د سفرونو په مهال د سي پېک په اړه معلومات ورکړي دي او د منصوبې په اړه د هغې څرگندونې حیرانوونکي دي.
بلخوا، د پاکستان د سنېټ د خارجه چارو کمېټۍ مشر مشاهد حسین د سي پېک په باره کې د اېلس وېلز خبرې مایوس کوونکی ووبللې. هغه وویل سي پېک د پاکستان د توانايي د ضرورت پوره کولو ضمانت دی او د منصوبې دویم پړاو به صنعتي انقلاب پېل کړي. هغه وویل د سي پېک دویم پړاو شروع کړی شوی دی.
دایلس ویلز په وینا "دسي پیک اغیزې به هغه وخت د پاکستان په اقتصاد ولیدل شي کله چې څلور یا شږ کاله وروسته پاکستان ته د پورونو په مد کې پیسې ورکول ورپغاړه شي."
هغې وویل د سي پیک لاندې چې پاکستان ته کوم پورونه ورکول کیږي دهغې شرطونه هم نرم نه دي اؤ دچین کمپنۍ خپل مزدوران اؤ خام مالونه پاکستان ته استوي.حالانکې پاکستان کې پرله پسې په بې روزګارۍ کې اضافه روانه ده.
امریکایي استازې وویل په ښکاره خو دا پورونه د اوږدې مودې دي خو بیا هم دپاکستان دموجوده وزیراعظم عمران خان داصلاحاتو په ایجنډه به دا پورونه لکه د تېرې تورې یا تلوار راځوړند وي.
خو مشاهد حسین وویل سي پېک د پاکستان د اقتصادي مستقبل دپاره مرکزي حېثیت لري او د چین او پاکستان د سټرېټیجک همکارۍ برخه ده او پاکستان ترې په موجوده وخت کې هم گټه پورته کول شروع کړې دي.
سنېټر مشاهد حسین وویل د "بې بنیاده مطبوعاتي رپورټونو" له امله مېرمن اېلس وېلز د حقایقو نه نه ده خبر. "ځما په خیال دا ضروري خبره ده چې حقایق دې د افسانې نه بېل کړی شي."
د وي او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايي په تېرو پنځو کلونو کې چین په پاکستان کې د سړکونو، بندرونو او د بجلي گرونو په بیا نوي کولو خو او شا ٢٠ ارب ډالر لگولې دي.
د کال ٢٠٣٠ پورې به د سي پېک دلاندې په پاکستان کې د چین سرمایه کاري ٦٠ ارب ډالرو ته ورسي.
امریکا او نور ناقدین د چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبې دلاندې پروگرامونه لکه د پاکستان په ډول ملکونو دپاره د قرضونو جال بولي، چې په اقتصادي مشکلاتو کې گیر او د چین قرضونه په بیرته ادا کولو کې به د مشکلاتو سره مخامخ کیږي. اسلام اباد به په اینده څو کلونو کې چین ته پور بېرته ورکوي او څیړونکي وايي د پاکستان د زرمبادله کمې ذخیرې به هیواد د قرض په ادا کولو کې د اقتصادي فشار دلاندې کړي.
خو په اسلام اباد کې د چین سفیر یاو یینگ دغه تشویش رد کړو او وې ویل د واشنگټن او د ايي اېف اېف برعکس چین په سیاسي بنیادونو چا ته قرض نه ورکوي. هغه وویل ترڅو چې پاکستان د چین پېسو ته ضرورت لري، دا پېسې به هم په پاکستان کې پرتې وي.
اېلس وېلز په خپلو خبرو کې وویل که چېرې پاکستان د چین د قرض بیرته ادا کول وځنډول نو د پاکستان په اقتصاد به منفي اثر وغورځیږی او د وزیراعظم عمران خان د اقتصادي پرمختگ اېجنډه به متاثره شي. مېرمن وېلز دا هم وویل چې د سي پېک په چینايي کارکونکو او د چین سامان ته اړتیا لري او نه خو په پاکستان کې زیاتېدونکي بې روزگاري په کمولو کې څه کردار ادا کوي او نه هم د پاکستان صنعت ته څه گټه رسوي.
چینايي سفیر یاو دغه خبرې رد کړې. هغه وویل د سي پېک په منصوبو کې ٧٥٠٠٠ پاکستانیان دا وخت کار کوي او د کال ٢٠٣٠ پورې به دوه اشاریه درې مېلین پاکستانیان په سي پېک کې زورگارونه ترلاسه کړی شي.