لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او چین د موسمي بدلون د مخنیوي په لړ کې نوي تړون ته رسېدلي


د موسمي بدلون په سر د ا مریکې ځانګړی استازي جان کېري او د نوموړي چینايي سیال زاي ژېنهوا تېره هفته شنګهايي کې د درې ورځو خبرو اترو په وخت یو تړون ته ورسېدل چې د امریکې صدر جوباېډن په کوربه توب د نړیوال موسمي بدلون په سر کېدونکې ورچوول یا آنلاېن غونډې څو ورځې وړاندې شوی
د موسمي بدلون په سر د ا مریکې ځانګړی استازي جان کېري او د نوموړي چینايي سیال زاي ژېنهوا تېره هفته شنګهايي کې د درې ورځو خبرو اترو په وخت یو تړون ته ورسېدل چې د امریکې صدر جوباېډن په کوربه توب د نړیوال موسمي بدلون په سر کېدونکې ورچوول یا آنلاېن غونډې څو ورځې وړاندې شوی

امریکا او چین چې چاپېریال ته د دنیا د نورو ملکونو نه زیات کاربن ګېس خارجوي، یو تړون ته رسېدلي چې ترمخه به یې په موسمي بدلون د قابو موندلولپاره په بېړني ډول ګامونو پورته کوي.

دواړو ملکونو د خالي یا شنبې په ورځ په یو شریک بیان کې وویل دوي به د یو بل او د نورو ملکونو سره د موسمي بدلون په سر ډیر په سنجیدګۍ او په بېړنۍ توګه همکارۍ ته تیار دي.

د موسمي بدلون په سر د ا مریکې ځانګړی استازي جان کېري او د نوموړي چینايي سیال زاي ژېنهوا تېره هفته شنګهايي کې د درې ورځو خبرو اترو په وخت یو تړون ته ورسېدل چې د امریکې صدر جوباېډن په کوربه توب د نړیوال موسمي بدلون په سر کېدونکې ورچوول یا آنلاېن غونډې څو ورځې وړاندې شوی.

جان کېري د اتوار په ورځ‌ سول کې خبریالانو ته وویل هغه ګڼي چې د تړون مسوده کې شوې خبرې ډېرې قوي دي او دا چې امریکا او چین د موسمي بدلون په مهمو ټکوصلاح شوي چې کوم اړخ ته تګ پکار دی. خو نوموړي وېلي هغه په سفارتکارۍ کې دا خبره زده کړې چې د خبرو په ځای عملي ګامونو باندې زور راوړل پکار دي.

چین چې په اول نمبر د نړۍ ترټولو زیات ماحول خرابوونکی کاربن ګېس خارجوي او امریکا چې په دوېم نمبر کاربن ګېس خارجوي، د ټولې دنیا نیم په نیمه ماحول خرابوونکي ګیسونه خارجوي.‌ د دواړو ملکونو مرستې د نړیوال چاپېریال خرابوونکو ګیسونو مخه نیولو لپاره ډېرې ضروري ګڼلی کیږي.

امریکا او چین په ټوله نړۍ کې د تجارت ترټولو لوی حریف ملکونه دي او د بشري حقونو او د تهايیوان ګېر چاپېره علاقايي ملکیت دعوو باندې د یو بل سره د تاو تریخوالي ډک تعلقات لري.

جان کېري په خپلو خبرو کې وېلي چین په نړۍ کې د کوېلې ترټولو زیات استعمالوونکی ملک دی او د دغه ملک سره یې د توانایۍ د نورو قسمونو په استعمال خبرې کړي. نوموړي وېلي هغه کله هم د خپل دې نظر وړاندې کولو نه ډډه نه ده کړې چې د نړۍ په هر یو ګوټ کې د کوېلې استعمال کمول ضروري دي.

د چین مذاکراتي ډلې یو غړي، سو وي د خپل ملک حکومتي خبري ټیلي وېژن، سي سي ټي وي ته د اتوار په ورځ‌ وېلي دواړه ملکونه د موسمي بدلون د ستونزو په سر راتلونکې کې همکارۍ کولو باندې صلاح شوي.

د امریکې صدر جوباېډن د راتلونکي زیارت او جمعې په ورځ د موسمي بدلون په حقله د چین صدر شي ژېن پېنګ په شمول د نړۍ 40 مشرانو ته په آنلان غونډه کې د شرکت بلنه ورکړې.

امید ښکاره کېږي چې امریکا او نور ملکونه به ددغه غونډې وړاندې او یا په غونډه کې د کاربن اخراج کمولو لپاره نور اهداف اعلان کړي او د غریب ملکونو لخوا د موسمي بدلون کنټرول کولو لپاره به د هغوي سره د مالي مرستو وعدې هم وکړي خو ددې امکان نه لیدل کیږي چې چین به د چاپېریال کنټرول کولولپاره نوي اهداف اعلان کړي.

د چین ناېب خارجه وزیر لي یوچېنګ د جمعې په ورځ‌ اېسوسي اېټډ خبري ادارې ته وېلي د 1.4 ارب ابادۍ ملک لپاره دغه اهداف سر ته رسول اسان کار نه دی او زیاته کړې ځنې ملکونه د چین نه غوښتنه کوي چې دغه اهداف د وخت نه وړاندې ترلاسه کړي. نوموړي وېلي دا به د حقیقت نه ډکه خبره نه وي.‌

د امریکې صدر جوباېډن د صدارت څوګند اخستو څو ګهنټې وروستو د پېرس نړیوال تړون کې د بیا شاملیدو اعلان کړی وو او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ فیصله یې بېرته اخستې وه چا چې د پېرس نړیوال موسمي بدلون تړون نه د وتو اعلان کړی وو.

چین او امریکې ځان ته دا هدف ټاکلی چې په راتلونکو لسیزو کې به په خپلو ملکونو کې د کاربن اخراج ختموي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG