په ټېک ټاک د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د پابندۍ په ځواب کې دغه چینايي کمپنۍ عدالت ته د خپلې مقدمې وړلو دړکه کړې او په امریکا کې د اېپ استعمالوونکو نه یې غوښتلي چې د ټېک ټاک په حمایت کې دې خپل غږ پورته کړي.
ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د صدارتي حکمنامې دلارې ټېک ټاک چلوونکي کمپنۍ بایټ دېڼس او د وي چېټ مالکې کمپنۍ ټېن پېنس بندیزونه ولګول او امریکايي کمپنۍ دواړو چینايي کمپنیو سره د لېن دېن نه منع کړې.
د دواړو چینايي کمپنو په ضد بندیز به په ۴۵ ورځو کې عملي کیږي.
ټېک ټاک د امريکايي اقدام په ځواب کې د جمعې په ورځ وویل دوی دپاره د صدر ټرمپ حکمنامه د تعجب خبره ده، دغه ګام بغیر د څه پروسې اخیستل شوی دی، غیرقانوني دی او په عدالت کې په ممکنه توګه چېلنج کېدلی شي.
ټېک ټاک په خپل بیان کې وویل د کمپنۍ او د صارفینو سره انصاف د یقیني کوولو دپاره به ټولې لارې لټوي او کوښښ به کوي چې که د امریکې حکومت ورسره منصفانه چلند وه نکړو چې د امریکې عدالتونه خو ورته انصاف ورکړي.
د وي چېټ مالکې کمپنۍ ټېن سېنټ وویل د صورتحال جاج اخلي او په کمپنۍ د امریکايي ګام ممکنه اثراتو ته کتنه کوي.
د پیغامونو شریکوولو ترڅنګ ټېن سېڼت مالي خدمات صارفینو ته ورکوي او وايي یو ارب صارفین لري.
صدر ټرمپ او د امریکې د کانګرس غړو دا تشویش څرګند کړی چې ممکنه ده سوشل میډیا دا چینايي کمپنۍ د امریکايي صارفینو شخصي معلومات د چین حکومت ته ورکوي خو دواړو کمپنو ویلي داسې ډول معلومات د چین حکومت سره نه شریکوي.
د چین خارجه ورازت په چینايي کمپنو بندیز سیاسي ګام وبللو او ویې وېل د دې په نتیجه کې به امریکايي کمپنو او صارفینو ته هم نقصان ور ورسیږي.
د صدر ټرمپ حکومت وړاندې ویلي وو که چېرې د ټېک ټاک ملکیت د بایټ ډېنس په لاسو کې وي نو پابندي به پرې ولګول شي.
د ټېک ټاک مشر یا سي ایي او زانګ ییمنګ د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو یاداشت کې وویل بایټ ډېنس به هر ممکن کوښښ کوي چې زیلي کمپني يې په امریکا کې فعالیت جاري وساتي.
د امریکايي کمپنۍ مایکرو سافټ نوم د اخیستلو بغیر ټېک ټاک د جمعې په ورځ خپل بیان کې وویل چې خپل کاروبار په امریکايي کمپنۍ خرڅولی هم شي.
ټېک ټاک په خپلو ۱۰۰ مېلین صارفینو غږ وکړو چې د صدرټرمپ په حکومت دې فشار واچوي.