لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس د امریکې د سمندري پوځ دویمې بیړۍ ته هم ورسیدو، ۱۸ عسکر یې ناروغه دي


د دی نه وړاندې د امریکې د سمندري پوځ په یواېس اېس تیوډور روزوېلټ نومې بیړه کې عسکر کرونا وایرس وهلي وو. تراوسه پورې د بېړې د ۵۰۰۰ عسکرو په عمله کې د ۸۵۶ عسکرو د کرونا وایرس ټېسټونه مثبت ختلي دي

د امریکې د سمندري پوځ یواېس اېس کیډ نومې کشتۍ د ۱۸ عسکرو کروناوایرس ټېسټونه مثبت ختلي دي یعنې کرونا وایرس ناروغان کړي دي او دا د امریکې د سمندري پوځ دویم د سمندري جهاز دی چې عسکر یې د کرونا وایرس مريضان شوي دي.

یواېس اېس کېډ په بیړنۍ توګه د ساحل په لوري روان شوی دی.

د سمندري پوځ مامورینو وایس اف امریکا ته د جمعې په ورځ وویل دوی دپاره دا د اسرار خبره ده چې کرونا وایرس څنګه د دوی سمندري جهاز ته ورسېدو په داسې حال کې چې دغه کشتۍ دمارچ په ۲۰ د امریکې د هوايي ریاست د ساحل نه روانه شوي دي او د میاشت نه د زیات وخت وروسته یې یو عسکر د کرونا وایرس مريض وموندل شو.

د سمندري پوځ چې کومو چارواکو د وي او ای سره خبرې وکړې دا ورته نه معلومه چې آیا یواېس اېس کېډ ته د ساحل نه د هېلې کاپټر پروزونه ورغلي وو که نا؟ چې دا امکا ولري چې سمندري جهاز به کرونا وایرس په هیلې کاپټر کې تلونکي کوم تن د لارې ورغلی وي.

او که د ساحل نه د تلو وروسته سمندري جهاز ته د بهر نه څوک نه وي ورغلي نو بیا به دا خبره څرګندیږي چې کرونا وایرس د انسان ناروغي د انسان په بدن د ۱۴ ورځو نه زیات وخت پس هم ښکاره کیدی شي. په عامه توګه ډاکتران وايی کروناوایرس د دوو نه ۱۴ ورځې ورسته په بدن ظاهرېږي.

د دی نه وړاندې د امریکې د سمندري پوځ په یواېس اېس تیوډور روزوېلټ نومې بیړه کې عسکر کرونا وایرس وهلي وو. تراوسه پورې د بېړې د ۵۰۰۰ عسکرو په عمله کې د ۸۵۶ عسکرو د کرونا وایرس ټېسټونه مثبت ختلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG