لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په هیواد کې د کورونا واېرس په لړ کې بېړني حالات اعلان کړل


هغه امریکایان چې د چین څخه هېواد ته ستنېږي، د هغوي به طبي معاینه کولی شي او هغه امریکایان چې د چین د هوبي صوبې نه بیرته راځي هغوی به د ١۴ ورځو پورې په کوارنټین کې ساتلی شي یعني د طبې د څارنې دلاندې به یوازې کولی شي

د کورونا واېرس له امله امریکې په قامي کچه د صحت بېړني حالات اعلان کړل، هېواد ته د خلکو د راتگ دپاره یې یو شمېر بندیزونه اعلان کړل او لږ تر لږه دوو امریکني هوايی کمپنو چین ته پروازونه وځنډول.

د چارواکو په وېنا صدر ډانلډ ټرمپ یوه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د هغو خلکو امریکې ته په راتگ عارضي پابندي وي چې د کورونا واېرس د خپرولو خطر د ځان سره راوړلی شي. دغه پابندي به د اتوار، یکشنبې، د ورځې نه عملي شي.

هغه امریکایان چې د چین څخه هېواد ته ستنېږي، د هغوي به طبي معاینه کولی شي او هغه امریکایان چې د چین د هوبي صوبې نه بیرته راځي هغوی به د ١۴ ورځو پورې په کوارنټین کې ساتلی شي یعني د طبې د څارنې دلاندې به یوازې کولی شي.

په امریکا کې د کورونا واېرس شپږ کېسونه رپورټ شوي دي او ١٩١ کسان د معاینې دلاندې دي.

د خالي په سحر د چینايي چارواکو لخوا د جاري شوو شمېرو ترمخه تر ټولو زیاته متاثره شوې صوبې هوبي کې د کورونا واېرس نور ۴٥کسان مړه کړي چې ورسره د دې ناروغۍ دلاسه د مړو کسانو شمېره ٢٥٨ ته رسېدلی ده.

د خبري اېجنسۍ اې اېف پي د ورستي رپورټ ترمخه د هوبي صوبې د صحت چارواکو د روزانه په رپورټ کې ویلي دي چې د کورونا وبا تراوسه په دغه صوبه کې ١٣۴٧ کسان ځپلي دي.

د چین وفاقي حکومت په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې په ټول هېواد کې تر اوسه ١١٠٠٠ کسان کورونا واېرس ځپلي دي.

کورونا زیات تره هم په هوبي صوبه کې خلک وژلی یا بیا ځپلي دي.

ویلي شوي دي چې کورونا ناروغي په تېر دسمبر کې د هوبي صوبې په ووهان ښار کې د غوښي د یو مارکیټ نه خوره شوې ده.

د غه ناروغي په چین کې د نوي کال د لمانځلو لپاره د گردې نړۍ څخه د راغلو سېلانیان له وجې نورو هېوادونو ته هم خوره شوې ده چې تراوسه په شلو هېوادونو کې دغې وائرس ترسلو زیات خلک ځپلي دي.

په نړۍ کې ددې وائرس خورېدو یرې زیاتې شوي دي او د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو اېچ او په نړۍ کې ددې د مخنیوي لپاره بېړنې حالت اعلان کړی دی.

د صت کارپوهان وايي چې کورونا وائرس هم لکه د کال ٢٠٠٣ د پېدا شوي سارس ناروغۍ په شان ده. دغې ناروغي هم د چین په ووهان سیمه کې پېدا شوې وه چې تر ٢١٣ پورې کسان یې وژلي وو.

د کورونا نوي وائرس تراوسه د چین نه بهر په اسټرېلیا کې ٩، په کولمبیا یو، په هانگ کانگ کې ١٣، په هند کې یو ، په جاپان کې 14 ، په ماکاو کې ٧، ملېشیا کې ٨، په نیپال، فلپائن، په برطانیه، سري لنکا، سویډن او کولمبیا کې یو یو، په سنگاپور کې ٣، په سویلي کوریا کې ١١، اټلي او روس کې ٢،٢ او په متحده عرب اماراتو کې 4 کېسونه رپورټ شوي دي

XS
SM
MD
LG