لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کروناوایرس له امله د بې روزګاره شویو امریکایانو شمیر د ۳۰ مېلین نه زیات شو


د امریکې په جدید تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي کړکیچ د ۱۹۳۰ په لسیزه کې تېر شوی چې د "ګریټ ډپرېشن" په نوم یادېږي

په تېره هفته کې درې اشاریه اته مېلین نورو امریکایانو حکومت ته د بې روزګارۍ خواستونه ورکړل چې ورسره په تېرو شپږو هفتو کې د کرونا وایرس نه اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې د بې رزوګاره شویو امریکایانو شمېر ۳۰ اشاریه درې مېلین ته ورسېدو.

د امریکې د محنت وزارت یا لېبر ډپارټمنټ په ملک د بې روزګارۍ تازه شمېرې د زیارت، پنجشنبی، په ورځ شایع کړې.

د محنت وزارت په امریکا کې د بې روزګارۍ کچه د هغو خواستونونه معلوموي چې امریکایان یې د بې روزګارۍ په صورت کې حکومت ته د مالي مرسته دپاره ورکوي. دې د جالبېس بېنېفېټس یا د بې رزوګارۍ به حال کې مرسته وېل کیږي.

د محنت وزارت وویل په تېره یوه هفته کې درې اشاریه اته مېلین نورو امریکایانو د بې رزوګارۍ خواستونه ورکړل.

د وزارت د شمېرو ترمخه، په تېرو شپږو هفتو کې په امریکا کې د بې روزګارۍ د خواستونو شمېر ۳۰ اشاریه درې مېلین ته ورسېدو.

د امریکې په جدید تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي کړکیچ د ۱۹۳۰ په لسیزه کې تېر شوی چې د "ګریټ ډپرېشن" په نوم یادېږي.

د وایس اف امریکا د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په ملک کې د بې زورګارۍ موجوده شرح د ګرېټ ډپرېشن د وخت نه هم زیاته ده او دا وخت په هرو شپږو کسانو کې یو تن بې روزګاره شوی دی.

رپورټ وايي د کال ۲۰۰۸ د اقتصادي بدحالۍ وروسته چې د روزګارونو په برخه کې کوم پرمختګ شوی دی موجودې بې روزګارۍ لمنځه وړلی دی.

په بې رزوګارۍ کې د اضافې ترڅنګ په اقتصاد کې د څلور اشاریه اته فیصد په شرح کمی شوی دی.

د اپرېل نه د جون د میاشت پورې په اقتصاد کې نور کمی به هم کېږي چې د دویم نړیوال جنګ نه پس به د اقتصاد د کمېدو لویه شرح وي.

XS
SM
MD
LG