لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې د دفاع وزیر وايي د اوکراین بخموت ښار علامتي اهمیت لري
تازه خبر

د امریکې د دفاع وزیر وايي د اوکراین بخموت ښار علامتي اهمیت لري


د اوکراین په دونباس سيمه کې په بخموت ښار د تېرو څو میاشتو راهسې سخته جګړه دوام لري او روسي ځواکونه يې د نیولو کوښښونه کوي
د اوکراین په دونباس سيمه کې په بخموت ښار د تېرو څو میاشتو راهسې سخته جګړه دوام لري او روسي ځواکونه يې د نیولو کوښښونه کوي

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن ویلي که چېرې روسي ځواکونه د اوکراین مشرقي ښار پخموت په نیولو کې کامیاب شي نو دا به په جګړه کې څه فېصله کن بدلون نه وي ځکه چې بخموت سټرېټيجېک نه بلکې علامي اهمیت لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د اردن د سفر په مهال اسټن خبریالانو ته وویل چې هغه فکر نه کوي چې بخموت څه سټرېټيجېک اهمیت لري.

د اوکراین په دونباس سيمه کې په بخموت ښار د تېرو څو میاشتو راهسې سخته جګړه دوام لري او روسي ځواکونه يې د نیولو کوښښونه کوي.

اسټن وویل د اوکراین دا فېصله به پسپايي نه ګڼي چې د ځواکونو ځای يې بدل کړی او د بخموت مغربي لور کې يې ځای په ځای کړي دي.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ اوکرایني ځواکونو وویل چې روسي ځواکونو په اوکراین د ډرون تازه حملې کړي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت په یو ټویټ کې وویل چې د روس ۱۳ ډرون جهازونه يې غورځولي دي.

په اوکراین په هدفونو د غورځولو دپاره روس د ایران جوړ شاهد ډرون جهازونه استعمال کړي دي.

د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو د ګل، دوشنبې، په ورخ په جنوبي اوکراین کې روسي عسکرو سره ملاقاتونه کړي او د یو طبي مرکز دوره يې وکړه.

د روس د دفاع وزارت وویل شوېګو په د مارېیوپل ښار هم دوره وکړه چې د ښار د بیا ابادولو هلې ځلې وګوري. روسي ځواکونو ماريیوپل تېر کال په بمبارۍ تباه کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG