لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې د افغان طالبانو د دوو چارواکو نومونه د اقتصادي بندیزونو په فهرست کې شامل کړي
تازه خبر

د امریکې د افغان طالبانو د دوو چارواکو نومونه د اقتصادي بندیزونو په فهرست کې شامل کړي


 کال 2022 د اکتوبر د میاشت په دې تصویر کې افغان مېرمنې د تعلیم د خپل حق دپاره په کابل کې د مظاهرې په مهال لیدل کېږي
کال 2022 د اکتوبر د میاشت په دې تصویر کې افغان مېرمنې د تعلیم د خپل حق دپاره په کابل کې د مظاهرې په مهال لیدل کېږي

د امریکې د خزانې وزارت په نهو ملکونو کې د انساني حقونو په خلاف ورزیو کې د ککړتیا په سر په 20 کسانو اقتصادي پابندۍ لګولي او د افغان مېرمنو د بنیادي انساني حقونو د خلاف ورزۍ او د صنف په بیناد ښځې د تعلیم نه د منع کولو په سر د افغانستان د واکمنو طالبانو د دوو چارواکو نومونه یې د بندیزونو په فهرست کې شامل کړي دي.

د انساني حقونو د عالمي منشور د 75 کلیزې په مناسبت، د امریکې د خزانې وزارت، د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وویل د طالب چارواکو فریدالدین محمود او د خالد حنفي نومونه د بندیزو د فهرست دپاره ډېزېګنېټ یا نامزد شوي دي.

د امریکې د خزانې وزارت بیان وویل د کال 2021 د اګست د میاشت راهسې، کله چې طالبان بیا واکمن شول، د طالبانو په پراخه کچه تګلارو ښځې په هدف کړي، ورسره امتیازي سلوک کېږي او د یو شمېر بنیادی حقونو نه یې محرومه کړي دي.

د بیان ترمخه، د طالبانو تګلارو افغان مېرمنې د تعلیم، روزګار، په پرامنه ډول د یوځای کېدو، حرکت او د یو شمېر نورو حقونو نه محرومه کړې دي.

"افغانستان په دنیا کې یوازنی قوم دی چېرته چې ښځې او جینکۍ ثانوي تعلیم د ترلاسه کولو نه منع کړی شوي دي،" بیان وویل.

طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

طالب چارواکي وايي جینکو په تعلیم بندیزونه دایمي نه دي خو داسې څه مېعاد یې هم نه ښودلی چې کله به په میلینونو له تعلیمه محرومه ښځې بېرته تعلیم شروع کړي.

د جینکو د تعلیم په اړه د طالبانو د عمومي دریځ برعکس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانیکزي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د جینکو په تعلیم د خپل حکومت په بندیز نیوکې وکړې او وې وېل د دې ستونځې له کبله ولس له طالبانو لرې کېږي.

د امریکې د خزانې وزارت په بیان کې فریدالدین محمود د طالبانو د کابينې غړی بللی شوی چې د شپږم جماعت پورته د جینکو په تعلیم د پابندۍ فېصله یې کړې او د افغانستان د ساینس اکېډمۍ مشر هم پاتې شوی اود جینکو په تعلیم د بندیز حمایت یې کړی دی.

د امریکې د خزانې وزارت د بیان ترمخه خالد حنفي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزیر دی او د کال 2021 د اګست د میاشت راهسې د دې وزارت غړي د انساني حقونو په سنګینو خلاف ورزیو کې ککړ پاتې شوي دي چې په کې وژنې، د خلکو تښتول او وهل ټکول شامل دي.

د افغانستان د طالب چارواکو نه علاوه د امریکې د خزانې وزارت په سېنټرل افرېکن ريپبلېک، ډېموکرېټېک ريپبلېک اف کانګو، هېټی او ساوت سوډان کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو په 20 کسانو اقتصادي پابندۍ لګولي دي.

د وزارت ترمخه، په کومو کسانو چې پابندۍ لګول شوي ښځو سره په زور په جنسي فعل او د جنسي تشدد په نورو پېښو کې ککړ پاتې شوي دي.

د چین په سېنکیانګ صوبه کې په دوو چینايي مامورین هم بندیزونه لګول شوي دي.

د انساني حقونو د عالمي منشور یونیورسل ډېلېرېشن اف هیومن رایټس د منظورېدو 75 کلیزه د ډسمبر په لسمه نېټه لمانځل کېږي. د انساني حقونو عالمي منشور د دنیا د ټولو سیمو استازو لیکلی و او د کال 1948 د ډسمبر په 10 نېټه ملګرو ملتونو په پېرېس کې اعلان کړو.

د امریکې صدر جوبایډن د انساني حقونو د منشور کلیزه لمانځلو دپاره اعلامیه جاري کړې ده. د خزانې وزارت ترمخه د صدر بایډن حکومت د جنګونو په حال کې جنسي استحصال احتساب وړمبۍ ترجیح ټاکلې ده او تېر کال صدر بایډن یو یاداشت دستخط کړی چې د دې مخنیوي دپاره د امریکې سفارتي، اقتصادي او قانوني کوښښونو قوي کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG