لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سې آئې ای نه تاوان اخستلو د پاره مقدمه


د کریم خان د مقدمې په وجه به د پاکستان په قبائیلې سیمو کې د ډرون بریدونو دلارې د ملکي تنانو وژل کیدو ته توجه راوگرځولی شي.
د کریم خان د مقدمې په وجه به د پاکستان په قبائیلې سیمو کې د ډرون بریدونو دلارې د ملکي تنانو وژل کیدو ته توجه راوگرځولی شي.

د پاکستان د شمالي وزیرستان اوسیدونکې یو تن وائي د امریکې د اسختباراتو اداره سې ائي ای د ډرون په برید کې د هغه د ځوې او د رور وژل کیدو په سر هغه ته باید ٥٠٠ میلینه ډالره تاوان ورکړی.

کریم خان او د هغه وکیل د گل په ورځ اسلام اباد کې یو خبرې کانفرنس کې وئیلې که چرې سي ائي ای هغه ته په دؤو هفتو کې ددننه تاوان ورنه کړې نو دوې به د سې ائي ای مشر لیو پنیټه خلاف مقدمه شورو کوي.

د کریم خان وکیل مرزا شهزاد اکبر وئیلې دوې به مقدمه وړمبی پاکستاني عدالت کې کوي او که بیا ضرورې وه نو خپله قضیه به بیا د هالینډ ښار هیگ کې د جرمونو خلاف نړې وال عدالت یا انټرنیشنل کریمینل کورټ ته وړاندې کوي.

کریم خان وئیلې چې د هغه ځوی، رور او یو بل کس تیر کال د دسمبر په ٣١ مه نیټه شمالي وزیرستان کې د ډرون په حمله کې وژل شوې دي. هغه زیاته کړې چې د هغه ځوی او رور بې گناه ؤ او د ترهگرو سره يي څه تعلق نه لرلو.

خو پاکستاني چارواکې وائې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوې حمله کې لږ ترلږه درې جنگیالي وژل شوې دي.

څیړونکې وائي دا خبره ډیر کم امکان لري چې امریکا به د پاکستاني عدالت سره په دې لړ کې څه همکاري ووکړې او هم ددې په وجه به کریم خان د پاره د امریکې نه تاوان ترلاسه کول گران کار وي.

خو د کریم خان د مقدمې په وجه به د پاکستان په قبائیلې سیمو کې د ډرون بریدونو دلارې د ملکي تنانو وژل کیدو ته توجه راوگرځولی شي.

امریکائې چارواکې په رسمي توگه په پاکستان کې د ډرون حملو کولو تصدیق نه کوي. پاکستان کې د ډرون حملو په حقله په عامه توگه ناخوښې څرگندولی شي او د پاکستان حکومت هم ددې مخالفت کوي.

د ډرون حملې زیاتره په شمالي وزیرستان کې ترسره کیږي. امریکائې چارواکې گڼې چې سیمه کې د القاعده او طالبانو مشران اوسیږي او هم د هلته نه په افغانستان کې د حملو منصوبې جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG