لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیلري کلنټن: ډانلډ ټرمپ ته کامیاب صدارت غواړم


په نیویارک کې میرمن کلنټن خپلو حمایت کونکو ته په داسې مهال وینا وکړه چې د هغې خاوند او پخوانی صدر بل کلنټن، د هغې لور، او په ووټونو کې د ډیموکریټک پارټۍ نایب صدارتي امیدوار ټیم کین د هغې په څنگ کې ولاړ وو
په نیویارک کې میرمن کلنټن خپلو حمایت کونکو ته په داسې مهال وینا وکړه چې د هغې خاوند او پخوانی صدر بل کلنټن، د هغې لور، او په ووټونو کې د ډیموکریټک پارټۍ نایب صدارتي امیدوار ټیم کین د هغې په څنگ کې ولاړ وو

د امریکې د صدارت د ډیموکریټک پارټۍ امیدوارې هیلري کلنټن د ریپلیکن پارټۍ خپل کامیاب حریف ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه او وې ویل ښاغلي ټرمپ ته يي د هیواد په خاطر د همکارۍ وړاندیز ورکړی دی.

د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې په رسمي ډول د ماتي تسلیمولو دپاره په خپله وینا کې میرمن کلنټن خپلو حمایت کونکو ته وویل کې څه هم ماتی دردونکی وي خو د خپلو سیاسي مقاصدو په حق کې د ودریدو هیڅ قیمت نه وي.

په نیویارک کې میرمن کلنټن خپلو حمایت کونکو ته په داسې مهال وینا وکړه چې د هغې خاوند او پخوانی صدر بل کلنټن، د هغې لور، او په ووټونو کې د ډیموکریټک پارټۍ نایب صدارتي امیدوار ټیم کین د هغې په څنگ کې ولاړ وو.

تالار ته په راتلو د سلگونو په شمیره کې د میرمن پلویانو لاسونه وپړقول او په جواب کې ورته هغې وویل "ايي لو یو ال" یعنې زه تاسو ټولو سره مینه کوم.

میرمن کلنټن وویل ډانلډ ټرمپ ته يي مبارکي ورکړې ده او هغه ته په صدارت کې کامیابي غواړي. هغې وویل امید کوي چې ډانلډ ټرمپ به د ټولو امریکایانو دپاره یو کامیاب صدر وي.

ټرمپ هم ویلي میرمن کلنټن ورته امبارکي ویلي ده. په جواب کې ډانلډ ټرمپ د میرمن کلنټن د سیاسي خدماتو ستاینه وکړه او وې ویل هغې سخته مقابله وکړه.

میرمن کلنټن وویل که څه هم هغې د زنانه ؤ دپاره د صدارت په لار کې د ښیښې اسمان یا هغه خنډ چې په نظر خو نه راځي خو وجود يي محسوسیږي، ختم نه کړی شو خو زر به بل څوک دا مات کړي. هیلري کلنټن د امریکې په تاریخ کې وړمبۍ میرمن ده چې د یو لوې سیاسي گوند په نامزدگۍ يي په صدارتي انتخاباتو کې برخه واخیسته.

میرمن کلنټن وویل د امرېکې په جمهوري روایاتو کې د اقتدار پرامنه انتقال انتهايي اهمیت لري او دوي ددې روایت دروانی کوي بلکه ډیر مینه يي پالي هم.

میرمن کلنټن ته تقریر دپارهبلنه ورکولو دپاره ټیم کین د هغې خدمات وستایل او وې ویل د انتخابي مهم په هیڅ پړاؤ هم د هغې نه دا تپوس نه و شوی چې ایا هغه به د ووټونو نتایج تسلیموي او که نا؟

په یوه صدارتي مناظره کې د ډانلډ ټرمپ نه تپوس شوی و چې ایا په ووټونو کې د د شکست په صورت کې به هغه د انتخاباتو نتیجې تسلیموي او که نا؟ ټرمپ وړمبی وویل چې نا خو بیا يي وویل هغه به په دې اړه فیصله د وخت په راتلو کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG