لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنګټن ډي سي کې د صدر ټرمپ پلویانو مظاهره کړې


په امریکا کې د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاباتو په غیر رسمي نتیجو کې د جو باېډن د ګټې وروسته که څه هم صدر ټرمپ تر اوسه په انتخاباتو کې د ماتې خوړلو نه انکاري، او بې د کومو ثبوتونو یې په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګولي.

د خالي/ شنبې په ورځ د صدر ټرمپ پلویانو په واشنګټن ډي سي کې د صدر ټرمپ په حمایت او په انتخاباتو کې بې د کوم ثبوته د ټګیو پر ضد مظاهرې شوي دي.

په دغه مظاهرو کې مېلین مېګا مارچ چې د صدر ټرمپ په حق کې د ښځو مظاهره او سټاپ دې سټیل یا (غلا ودروۍ) چې په انتخاباتو کې د صدر ټرمپ لخوا لګول شوي تورونو پر ضد مظاهره کونکي هم شامل وو.

صدر ټرمپ دعوه کوي چې د سختې مقابلې په ایالتونو (سوېنګ سټېټس) کې په انتخاباتو کې شوو ګډوډیو د لاسه د هغه د ګټې مخه نیول شوې. خو تر اوسه د امریکا ایالتي چارواکو په دغه انتخاباتو کې د کوم قسمه سنجیده ګډوډیو هیڅ داسې رپورټونه نه دي ورکړي چې ورسره به د انتخاباتو په نتېجو کوم اثر پریوځي.

د خالي د ورځې مظاهرې په داسې حال شوي چې ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن په صدارتي ټاکنو کې پکار ۲۷۰ الېکټورل ووټونو نه زیات ترلاسه کړي کوم چې د صدارت ګټلو لپاره پکار وي.

د یاد احتجاج شورو کیدو دوه ساعته وړاندې صدر ټرمپ بیا د موټرو په یو کاروان کې په پېنسلوینیا ایونیو یا سړک باندې ورغی او مظاهرچیانو ته یې د مرستې لپاره لاسونه وپړقول. د موټرو دغه کاروان بیا صدر ټرمپ واشنګټن ډي سي ته نژدې په ورجینیا کې د هغه په نامه جوړ ګالف کلب ته بوتلو چرته چې نوموړي د ګالف لوبه وکړه.

د امریکا فاکس نیوز تر مخه صدر ټرمپ واېټ هاوس ته د بیرته ستنیدو په مهال یو ځلې بیا د مظاهرچیانو تر منځه په کاروان کې تیر شو. په دغه وخت کې راغونډو خلکو صدر ټرمپ ته خوشحالي وکړه او چغې یې هم ووهلې.

دغه مظاهرو کې د مطبوعاتو محافظه کاره / قدامت پسندو شخصیتونو، سپین پوستو قامپرستو مشرانو ویناګانې هم کړي او د نسلي‌ تعصب او فاشزم پرضد د مظاهرو مخه یې هم نیولې. د ځینو مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په دغه مهال نښتې هم شوي دي.

د پراوډ بوایېز نومې ډلې غړو هم د تیرې ورځې په مظاهره کې برخه اخستې او د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار ترمخه د کنسپېرسي تیوریانو او اثر لرونکی خپرونکی یا برادکاسټر الیکس جونز سټاپ دي سټیل کاروان مشري کوله کوم چې د ټېکساس نه راروان شوی وو.

USA-ELECTION/PROTEST
USA-ELECTION/PROTEST

د واشنګټن د مظاهرو یوه ورځ وړاندې صدر ډانلډ ټرمپ یو ټوېټ کړی وو چې پکې لیکلي وو ٫٫ زړه راښکونکې مرسته چې په دومره لویه شمیره کې په ګرد هیواد کې راغونډ شوي، ځانګړتیا یې دا ده چې ټولې اصلي غونډې دي. یوه لویه جلسه به د خالي په ورځ په ډي سي کې کیږي. کیدی شي چې ځه لږ ساعت لپاره ودریږم او تاسو ته پخیر اووایم.٬٬

تر اوسه په واشنګټن کې د شوې مظاهرې د خلکو د شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوی، او د ښار د پولیسو محکمې هم د ګڼې ګوڼې کومه اندازه نه ده لګولې. خو په مظاهرو د نښتو په وخت یوتن په چړو وهل شوی او ۲۰ تنان نیول شوي هم دي. په دغه نښتو کې ۲ پولیس واله هم وژل شوي.

د صدارتي ټاکنو تازه حال:

د جمعې په ورځ یو شمیر امریکايي مطبوعاتوپخلی کړی وو چې د امریکا سویل ختیځ ایالت نارت کیرولاینا کې صدر ډانلډ ټرمپ صدارتي ټاکنې ګټلي. د دغه ایالت د الیکټورل ووټونو ګټلو سره په صدارتي‌ انتخاباتو کې د صدر ټرمپ د الیکټورل ووټونو شمیره ۲۳۲ ته ورسیدله او د ډیموکرېټ ګوند صدارتي‌کاندید او په غیر رسیمي توګه صدر ټاکل شوي جو باېډن د الیکټورل ووټونو شمیره ۲۹۰ ته رسیدلی.

په دریم نومبر شوي د امریکا صدارتي انتخاباتو کې جو باېډن د وړاندې نه د صدارت څوکۍ ګټلو لپاره پکار ۲۷۰ څوکې ګټلي او د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د نوي صدر په هیڅ د څوګند پورته کولو لپاره یې لاره هواره شوی. صدر ډانلډ ټرمپ په دغه انتخاباتو کې د ماتې خوړلو نه انکار کوي او په دغه انتخاباتو کې یې بې د کومو ثبوتونو په لویه کچه د درغلیو تورونه لګولي.

نارت کیرولاینا ۱۵ الیکټورل ووټونه لري. دغه ایالت یو په هغه اخیریو ایالتونو کې دی چې په دریم نومبر شوي صدارتي انتخاباتو نتېجې یې اعلان کړي. د دغه ایالت د قانون تر مخه د انتخاباتو په ورځ که چرې چا په ډاک ووټ لیګلی وي او د نومبر د ۱۲مې پورې بیا انتخابي دفترونو ته ورسیږي،‌ نو هغه به په انتخاباتو کې شمارل کیږي.

په نارت کیرولاینا کې ۹۸ فیصده ووټونه شمارل شوي چې تر مخه یې ټرمپ ۷۳۰۰۰ زیات ووټونه اخستي دي.

د نارت کیرولاینا د نتېجو یوه ورځ وړاندې مهمو امریکايي مطبوعاتو د ایریزونا ایالت په اړه پیشبیني کړې وه چې هلته صدارتي انتخابات جو باېډن ګټلي. په دغه ایالت کې ۹۹ فیصده ووټونه شمارل شوي او باېډن پکې د ټرمپ نه ۱۱۰۰۰ زیات ووټونه ترلاسه کړي. په تاریخي توګه ایریزونا ایالت د ریپپلکن ګوند مظبوط مرکز ګڼل کیږي.

دا مهال د امریکا جارجیا ایالت یواځین ایالت دی چرته چې د انتخاباتو نتېجې نه دي اعلان شوي او نه یې امریکايي‌ مطبوعاتو د ګټونکي په اړه څه اټکل کړی دی. په دغه ایالت کې د اچول شوو ووټونو په لاسونو بیا شمیرنه روانه ده ځکه دغلته اچول شوي ووټونو کې جو باېډن په ۱۴۱۰۰ وټونو د ټرمپ نه مخکې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG