په امريکا کې ترسره شوؤ دمينځنۍ مودې ټولټاکنو کې رايې ورکوونکو ډيموکريټک گوند دپارلمان په ښکتني ايوان کې داکثريت څخه دمحرومولو څخه علاوه په برني ايوان يا سينيټ کې هم دمخالفې سياسي ډلې ري پبلکن صفونه مضبوط کړي دي.
څيړونکو دمينځني مودې په ټاکنو کې دمخالفې سياسي ډلې ري پبلکن برياليتوب د صدر براک اوباما لپاره يوه ستره سياسي ضربه گرځولې ده.
دواکمن ډيموکريټک گوند دماتې په سترو وجوهاتو کې په اقتصادي تگلارو داولس پريشاني او دصدر اوباما په مشرتابۀ درايې ورکوونکو بې باوري ده.
ري پبلکن گوند ته دکانگريس داستازو په ايوان کې داکثريت ترلاسه کولو لپاره 39 څوکۍ پکار وې خو دنهې په ورځ درايې ورکونې دلمړيو اندازو له مخې دحزب اختلاف کانديدانو لږ ترلږه 60 څوکۍ گټلي دي.
خو دمعمولي برترۍ سره په سينيټ کې دواکمن ډيموکريټک گوند کنټرول پځايې دى.
دمخالفې ډلې ددغه گټې سره دښکتني ايوان د ښځينه سپيکرې نينيسي پلوسي پځايې په ري پبلکن گوند پسې مربوط د جان بوئنر دسپيکر جوړيدو لاره هواره شوې ده.
نيسي پلوسي دډيموکريټک گوند سره تعلق لري او دامريکا دښکتني ايوان دلمړۍ سپيکرې وياړ ورته ترلاسه دى.
ددې نه علاوه په امريکا کې دويشل شوي حکومت ديو بل دور پيل هم شوى دى.
داستازو په ايوان کې دقائمه کميټيو کنټرول دري پبلکن گوند په لاسو کې دراتللو وروستو به اوس دصدر اوباما لپاره دخپلې ايجنډې پرمخ بوتلل هم ډير گران شي.
په کال 1994ء کې چې کله داستازو په ايوان کې ري پبلکن کې 54 څوکۍ ترلاسه کړې نو په کانگريس کې په لويه پيمانه بدلون ليدل شوى ؤ او په هاغه مهال هم ډيموکريټک گوند دصدر بل کلنټن په مشرۍ کې دحکومت واگې په لاسونو کې لرلې.
جان بوئنر په واشنگټن کې خپلو ملاتړ کوونکو ته دوينا په مهال وويل دهغه گوند دنوي اکثريت سره په مختلف انداز کې کار کولو لپاره تيار شوى.
هغه دري پبلکن گوند کاميابي دصدر اوباما او دهغه دگوند دتگلارو دبې باورۍ نتيجه وگرځوله او خپلو ملاتړ کوونکو ته يې باور ورکړو چې دنن شپې څخه په دغه وضعيت کې بدلون پيل شوى دى.
دهغه يو نزدې ملگري ميډيا ته وويل صدر اوباما بوئنر ته دشپې ټيلي فون وکړو او هغه ته يې مبارکي ورکړه.
ښاغلي اوباما بوئنر سره په خبرو کې دروزگار دموقعو پيدا کولو او دمعيشت په ښه والي خبرې اترې وکړې
د مينځنۍ مودې ټولټاکنو کې ري پبلکن گوند گټې ترلاسه کړي دي