لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د مينځنۍ مودې ټولټاکنې او باراک اوباما

تجزیه کار وائې د ریپبلیکن گوند په گټه کې د ټې پارټۍ تحریک غټ کردار ادا کړی دی.
تجزیه کار وائې د ریپبلیکن گوند په گټه کې د ټې پارټۍ تحریک غټ کردار ادا کړی دی.

امریکا کې د منځنۍ مودې انتخاباتو ورستو، تجزیه کار اوس دا پوښتنه راپورته کوي چې صدرباراک اوبامه حکومت او د اختلاف ریپبلیکن گوند په منځ د همکارۍ او په شریکه د کار کولو څومره امکانات موجود دي.

د صدر باراک اوبامه په صدارتي انتخاباتو کې د گټې ورستو د ډ یموکریټک گوند غړو به ویل چې د اختلاف ریپبلیکن گوند اوس د حکومت سره څه علاقه نه لري. خو د کانگرس هاوس اف ریپریزینټیټوز یا د نمائنده گانو په ایوان کې اکثریت ترلاسه کول د ریپبلیکنز دپاره حیران کونکې گټه ده.

باراک اوبامه د نهې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکایانو احساسات تسلیم کړل. هغه ووئیل چې ریپبلیکن گوند سره د همکارۍ د پاره به مشترک مدونو لټوي.

باراک اوبامه وائې یو گوند هم ددې جوگه نه دی چې بل گوند ته د پرمختگ لاره ووښائې، او دواړه گوندونه باید داسې مدونه په نخښه کړې چې په شریکه پې کار ووکې او د مشرکه مشکلاتو د پاره د حل لاره وولټوي.

د اوهایو ریاست نه د ریپبلیکن گوند غړې جان بینرپه حقله ویل کیږي چې هغه به د هاؤس اف ریپریزینټیټوز سپیکر وو ټاکلی شي. هغه ووئیل حکومت سره همکاري دې خبرې ته اړتیا لري چې خپله صدر او د ډیموکریټک گوند غړې تر څومره حد پورې همکارۍ کولو ته اماد دي.

جان بینر وائې دا واضحه ده چې امریکایانو د اوبامه او د پخوانۍ سپیکرې نیسې پلوسې تگ لاره رد کړه او اوس د لارې بدلولو وخت راغلی دی.

د نهې په ورځ شوې نظر پوښتنو تر مخه، امریکایان د اقتصاد په حقله د بلې هرې مسلې نه زیاته اندیښمنې لري. او په دوې کې مایوسې زیاتې بې روزگارۍ خوره کړې ده. په قامي کچه دا وخت د بې روزگارۍ شره ٩.٦ فيصده ده.

د ووټونو تجزیه کار جان زاگبي وائې په انتخاباتو کې د ریپبلیکن گوند گټه ښائې امریکایان د ډیموکریټک گوند نه مایوسه شوې دي خو ددې دا مطلب هم نه دی چې د وولس د ریپبلیکن گوند سره مینه پیدا شوې ده.

د ریپلیکن گوند غړې وائې د انتخاباتو نتائجو وو ښودله چې د حکومت په حقله ددې دوې رائې صحیحې وه چې د باراک اوبامه حکومت ډیرې پیسې خرڅ کړې دي چې په نتیجه کي قامې قرضه زیاته شوې ده.

جان زاگبي وائې ډیر خلک دا تپوس کۍ چې حکومت په اربونو ډالرې خرڅ کړې دې خو بیا هم روزگارونه نشته، پرمختگ نه دی شوی او هم ددې له امله په وولس کې قهر راپورته شوی دی.

دا وخت چې ریپبلیکن گوند په ووټونو کې تاریخې گټه ترلاسه کړې ده کتنه به دا وې چې په راتلونکې وخت کې به څه کیږي؟ ایا صدر او ریپبلیکن گوند به داسې شریکه لار ومومې چې اقتصاد، تجارت او د موسم د بدلون غوندې مسلو باندې په اتفاق کار ووکړی شي.

سیاسي تجزیه کار په دې حقله څه ډیر پر امیده نه ښکاري.

واشنگټن کې دڅیړنې ادارې امریکن انټرپرائز تجزیه کار جان فوټیي وائې دواړه گوندونه د یو بل سره ډیر اختلافات لري او هم ددې په وجه ددوې په شریکه کار کول گران ښکاري.

تجزیه کار وائې د ریپبلیکن گوند په گټه کې قدامت پرسته ټې پارټي تحریک غټ کردار ادا کړې دي. د ورجینا یونیورسټۍ سیاسې کارپوهه لیرې سبیټو وائې د ټې پارټۍ مشرانو وئیلې دوې په بدولون کې دلچسپي لرې او مفاهمت به نه کوي.

تجزیه کار دا هم وائې د کال ٢٠١٢ صدراتي انتخاباتو په وجه به هم د ډیموکریټک او رپبیلیکن گوند په منځ کې همکاري گرانه وي ځکه چې د ریپبلیکن گوند غړې به د وړاندې نه دصدراتي ووټونه د پاره تیاری کوي.

د ډیموکریټک پارټۍ پخوانی صدر بل کلنټن هم د باراک اوبامه په رنگ حالاتو سره مخ شوې ؤ کله چې د کال ١٩٩۴ د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې رپبلیکن گوند په سینیټ او هاؤس اف رییپریزینټیټیوز یاد نمائندگانو په ایوان کې اکثریت ترلاسه کړو. خو تجزیه کار وائې کلنټن په ځنې معاملاتو کې د ریپبلیکنز سره مفاهمت ووکړو او په ځنې معامتلاتو کې په خپله تگ لاره د تگ په وجه د کال ١٩٩٦ صدراتي انتخبات يي په دویم ځل ووگټل.

This item is part of
XS
SM
MD
LG