لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکراچۍ له برید وروسته امریکې خپلو وګړو ته دمحتاط اوسیدو غږ کړی دی


په کراچۍ کې د پولیس په دفتر د ډله ییزه برید تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده
په کراچۍ کې د پولیس په دفتر د ډله ییزه برید تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده

په کراچۍ کې د پولیسو پر دفتر له برید وروسته،امریکې خپلو وګړو ته دسفر په اړوند نوې لارښوونې کړي اؤ په هغوئ یې غږ کړی چې ځپل شوې سیمې ته له ورتګ ډډه وکړي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت پر ټولنيزه رسنۍ وېبپاڼې ټوېټر ليکلي چې "د امريکا سفارت د کراچۍ په صدر کې د پوليسو پر مرکزي دفتر بريد له نژدې څاري او ځايي چارواکي د پېښې ځای ته ورغلي دي"

د امریکې سفارت زیاته کړې "موږ امریکایي وګړو ته مشوره ورکوو چې اضافي احتیاطي تدابیر ونیسي اؤ (اغېزمنې) سیمې ته ورتګ ډډه وکړي .

امریکایي وګړو ته ویل شوي چې دوئ باید دخپل خوندیتوب په اړه خپل ملګري او کورنۍ خبر وساتي.

تېر ماسخوتن کراچۍ کې ترهګرو دپولیسو په دفتر ډله ییزه برید کړی ؤ چې دغه برید ترڅو ساعتو دوام موندلی ؤ.

دکراچۍ دپولیسو دمشر( ډي ایي جي ایسټ) مقدس حیدر د وینا له مخې په دې برید کې درې دپولیسو اؤ رینجرز عسکر، یو ملکي تن اؤ درې ترهګر وژل شوي دي.

پولیس دشپې ناوخته دعوه کړې ده چې یاد دفتر یې له ترهګرو پاک کړی اؤ دریواړه ترهګر په عملیاتو کې وژل شوي دي.

ددې ډله ییزه برید تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده .

دتېرې میاشتې جنورۍ په30مه هم دخیبر پښتونخوا په سرښار پیښور کې دپولیسو دمرکز دننه په جومات کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ‌ چې 84 کسان پکې وژل شوي اؤ تر200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

دپېښور ددغه برید پړه هم دپاکستاني طالبانو یو مهم کمانډر سربکهف مومند پغاړه اخستې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG