لاس رسیدونکی لینک

 
د الوتکو د سبسیډي په اړه امریکا او اروپايي ټولنه تړون ته رسېدلي 
تازه خبر

د الوتکو د سبسیډي په اړه امریکا او اروپايي ټولنه تړون ته رسېدلي 


د امریکا له صدر جوبایډن سره د رسمې خبرو په پیل کې د اروپایي کمیشن صدرې ارسولا وان ډير لین وویل “دا غونډه د الوتکو په اړه له پرمختګ څخه پیل شوه”
د امریکا له صدر جوبایډن سره د رسمې خبرو په پیل کې د اروپایي کمیشن صدرې ارسولا وان ډير لین وویل “دا غونډه د الوتکو په اړه له پرمختګ څخه پیل شوه”

امریکا او اروپایي ټولنه د الوتکو د سبسیډي په اړه د اوږدې مودې راهسې جاري شخړه کې یو پراخ تړون ته رسېدلې دي.

واشنګټن په مشروط ډول په اروپا باندې تر پنځو کلونو پورې ټیکسونه معطله کوي چې د تجارت نړیوال سازمان یې اجازه ورکړې وه، ځکه چې یاد سازمان ګڼل ایئر بس ته غیر عادلانه سبسیډي ورکول کیږي.

ایئر بس د الوتکو جوړولو غټه اروپایي کمپنۍ ده چې د امریکا له بوئنګ کمپنۍ سره لویه سیالي لري.

د امریکا له صدر جوبایډن سره د رسمې خبرو په پیل کې د اروپایي کمیشن صدرې ارسولا وان ډير لین وویل “دا غونډه د الوتکو په اړه له پرمختګ څخه پیل شوه”.

هغې وویل دا په حقیقت کې د امریکې او اروپايي ټولنې په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي، ځکه چې فریقېن له 17 کلونو ورسته د الوتکو په هکله له قانوني چارو څخه د همکارۍ و لورې ته روان شو.

د امریکا د سوداګرۍ استازي کیتهرین تائ وویل چې دغه تړون “د امریکا او اروپا په اړیکو کې د اوږدې مودې تجارتي ناورین حل کوي”. هغې وویل له خپل نږدې ایتیلافیانو سره د جګړې پر ځای موږ بالاخره د یو شریک ګواش په ضد یو ځای کېږو.

میرمن کیتهرین وویل موږ موافق شوې یو چې د چین د غیر کاروباري چلند د مخنیوي او چیلنج لپاره ګډ کار وکړو چې په دغه برخه کې د عادلانه سیالۍ لپاره دوی معیارونه و ځلوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG