لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې مقدمه دا هفته په کانګرس کې شروع کېدونکي ده


پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې اولنی صدر دی چې په کانګرس کې یې په دویم ځل مواخذه کېږي. د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید به دده سره تړلی وي او تر ډېره وخته به یادېږي
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې اولنی صدر دی چې په کانګرس کې یې په دویم ځل مواخذه کېږي. د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید به دده سره تړلی وي او تر ډېره وخته به یادېږي

د امریکې د پخواني صدر ټرمپ د مواخذې عمل د کانګرس په ایوان بالا یا سېنټ کې دا هفته شروع کېدونکی دی.

په داسې حال کې چې په سېنېټ کې د ډانلډ ټرمپ مواخذې مقدمه پېل کېږي، امنیتي ځواکونو سرښار واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ پلویانو د لخوا یو ځل بیا د ممکنه اړي ګړي له کبله د کانګرس حفاظت د پاره امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمائندګانو ایوان د جنورۍ په ۱۳مه د ۷۴ کلن پخواني صدر خلاف د مواخذې قرارداد منظور کړی و او اوس د قاعدې سره سم به په سېنېټ کې د مواخذې په مقدمه اورونه پېل کېږي.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې اولنی صدر دی چې په کانګرس کې یې په دویم ځل مواخذه کېږي. د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید به دده سره تړلی وي او تر ډېره وخته به یادېږي.

تراوسه امریکا کې درې وارې د صدرانو مواخذه شوی ده. په کال ۱۸۶۸ کې د پخواني صدر اېنډریو جانسن، کال ۱۹۹۸ کې د بل کلنټن او کال ۲۰۲۱ کې د ډانلډ ټرمپ خلاف کانګرس کې د مواخذې قراردادونه وړاندی شوي دي خو درې واڼه نه دي کامیاب شوي.

د یونیورسټي اف ورجینیا ملر مرکز د امریکا د صدارتي مطالعاتو ډاېرېکټره بابره پېري وايي چې ددې باوجود چې د روایاتو ماتولو، نسل پرستۍ او د انټرنېټ د لارې د خلکو ځورولو د ده کردار زیانمن کړی خو د کال ۲۰۱۶ په ټاکنو کې چې ده د امریکايي اولس سره کومې وعدې کړی وې هغه یې زیاتره پوره کړي دي.

خو د پیري په شمول د سیاست طالب علمان وايي چې دا هفته د پخواني صدر ټرمپ خلاف په کانګرس کې کېدونکې مقدمه به دده دا ټولې کارنامې مشکوکه یا داغي کړي.

په جارج ټاون پوهنتون کې د آئيني او قانوني چارو کارپوها پروفېسر سوزین لاو بلوچ وايي چې که په دی مجرم وګرځولی شو نو دا به د ډانلډ ټرمپ په ریکارډ یو تور داغ وي.

زیاتوي دی به بیا په ټاکنو کې برخه نشي اخستی او دا به په راتلونکي کې د نورو سرکاري ذمه وارو لپاره یو خبرداری وي چې بیا خلک بغاوت ته راوناپاروي.

سوزین بلوچ وايي چې په سېنېټ کې د صدر د مواخذې لپاره د ۶۷ سېنېټرانو مرسته پکار ده او دا د ټول سېنېټ د غړو دریو کې دوه برخې جوړېږي خو په سېنېټ کې د ریپبلکن ۴۵ سېنېټرانو د مواخذې د مقدمې مخالفت کړی دی. په سېنېټ کې د ټولو غړو شمېره ۱۰۰ ده.

د ایوان نماېندګانو سپیکره نېنسي پلوسي وايي چې د ټرمپ مواخذه ضروري ده چې مستقبل کې کوم صدر د داسې سوچ هم ونکړي.

د امریکا امنیتي او استخباراتي ادارو هوم لېنډ سیکیورټي او اېرجنسي منېجمنټ اېجنسي په سوشل مېډیا د ځینو راپارونکو بیانونو له امله د کانګرس غړو ته ویلي چې امنیت لپاره بېړني ګامونه پورته کول ضروري دي.

د پېنټګان ویاند جان کربي تېره اوونۍ د یو خبري کانفرنس په وخت ویلي وو چې د صدر جو باېډن د څوګند دستوري د پاره چې کوم ۲۷۰۰۰ عسکر په سرښار واشنګټن ډي سي کې په ځای کړی شوي وو په هغې کې ۷۰۰۰ زره تر مارچ میاستې پورې په ډي سي کې موجود وي.

د پېنټګان پرېس سېکرټري ویلي چې ددوی نظر اوس هم حالات سم نه دي او دا لړۍ به راتلونکو څو هفتو پورې دوال ولري.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG