لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي عدالت پخوانی پولیس افسر د تورپوستې امریکايي په وژنه کې مجرم وټاکلو


د جورج فلوایډ پلویانو د عدالت په فېصله خوشحالي وکړه

د امریکې یو عدالت د مېنېسوټا ریاست د منېیاپلس ښار پخوانی پولیس افسر ډېرېک شاوېن د تور پوستې امریکايي تن جورج فلوایډ په وژنه کې مجرم ثابت کړو. یو کال وړاندې د پولیس په ولقه کې د جورج فلواېډ د مرګ په سر په توله امریکا کې پرتشدد احتجاجونه راپارېدلي وو.

د جورج فلواېډ د مرګ په مقدمه کې د قاضیانو دولس کسیزه بېنچ د نهې- سه شنبې په ورځ د دواړو خواو د وکیلانو لخوا د قانوني دلایلو د اورېدو وروسته پخواني پولیس افسر د قتل، اقدام قتل او غېر ارادي قتل د قانوني مادو لاندې مجرم وبللو.

د مقدمې اورېدو د پاره د جیوري په غړو کې شپږ تور پوستکي او شپږ سپین پوستکي منصفان وو او دوي په مقدمه کې د فېصلې نه وړاندې تر دریو هفتو پورې د استغاثه او د دفاع د وکیلانو لخوا تر ګل ورځې پورې قانوني دلایل اورېدلي وو.

د فېصلې اورولو په وخت په مقدمه کې مجرم ګرځول شوی پخوانی پولیس افسر ډېرېک شاوین په عدالت کې موجود و، د کرونا لارښونو د لاندې یې ماسک لګولی و او چې څنګه دده په اړه جج فېصله واوروله نو دغلته موجود پولیس افسر دی په عدالت کې ګرفتاره کړلو او لاسونه یې ورله په هتکړو کې وتړل.

عدالتي چارواکو ویلي دي چې په مقدمه کې به مجرم ته مجوزه سزا په راتلونکو دوه میاشتو کې واورولی شي.

د یادونې وړ ده چې په وژل شوي تور پوستکي جورج فلوایډ باندې شک وو چې نزدې مارکیټ کې یې د شلو ډالرو جعلي نوټ کارولی و.

ددې وروسته دده د ګرفتارۍ لپاره درې پولیس افسران په ده پسې ورغلي وو خو بیا یوه وډیو خپره شوې وه چې پکې ښودلی شوي وو په مقدمه کې مجرم ګرځولی شوي پولیس افسر د جارج فلوایډ په مرۍ تر نهو منټو پورې زنګون اېښودی و چې په نتیجه کې یې هغه ژوند دلاسه ورکړی وو.

ددې وروسته په ټوله امریکا کې پرتشدده احتجاجونه پېل شوي وو بلکې د جارج فلویډ په حق کې په ګرده نړۍ کې هم احتجاجونه شوي وو.

د فېصلې وروسته په امریکا کې ځای په ځای ګڼ شمېر خلکو د خوشحالۍ اظهار وکړو او په خاصا توګه په هغه ځای کې په زرګونو خلک راغونډ شوي وو کوم ځای چې جورچ فلوایډ مړ شوی و. دوی په عدالتي فېصله اطمېنان ښودلی.

د جورج فلوایډ ورور فېلونیز خبریالانو ته ویلي چې نن یې سا واخیسته او په دې فېصله ورته د ګردې نړۍ نه ټیلي فونونه کېږي او خلک ورسره یو والی څرګندوي.

په فېصله باندې امریکا کې نوموړو شخصیاتو غبرګون ښودلی او عدالتي فېصلې ته یې د انصاف په لړ کې یو اهم ګام ویلی.

د امریکا صدر جوبایډن ویلي چې جارج فلیډ خو بېرته نشي راوستل کېدی خو دا فېصله د انصاف ور ورسولو کې یوه اهمه پرمختیا ده.

پخواني صدر باراک اوبامه په ټوېټر خپل غبرګون کې ویلي هغه اومېرمن مشېل اوبامه د جورج فلوایډ د کورنۍ د پاره ډېرې دعاګانې کړي دي. جیوري سم کار کړی دی خو اوبامه زیاته کړه د حقیقي انصاف لپاره به ځینې نور ګامونه هم پورته کول وي.

د امریکا پخوانی خارجه وزیرې هېلري کلنټن، د امریکې د بیلا بیلو ریاستونو ګورنرانو، د برتانيي وزیراعظم بورس جانسن او یوشمېر نورو اهمو مشرانو هم په عدالتي فېصله اطمېنان ښودلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG