لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر مېکرون: فرانس او برطانیه به کابل کې د محفوظه سیمې وړاندیز وکړي


د فرانس صدر اېمینول مېکرون
د فرانس صدر اېمینول مېکرون

فرانس، برطانیه، او جرمني ملګرو ملتونو ته په یو وړاندیز کار کوي چې هدف یې په کابل ښار کې د یوې داسې محفوظه سیمې جوړېدل دي چې د افغانستان نه د تلونکو خلکو د راوتلو دپاره یوه خوندي لاره برابره کړي. دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ د فرانس صدر اېمېنول مېکرون وکړه.

مېکرون زیاته کړې چې دا قرارداد به د ګل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې بېړنۍ غونډې کې، د وېټو حق لرونکو هېوادونو رآی ته وړاندې کیږي.

مېکرون د فرانس یو ټلوېژن سره په یوه مرکه کې وویل، «ځیني بحثونه روان دي چې وکتل شي څنګه بېرته پروازونه پیل کړی شي.» هغه زیاته کړه چې فرانس د طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي چې وګوري آینده کې بیا د انخلا کارونه څنګه دوام پیدا کولای شي. د صدر مېکرون په وینا، په دې خبرو اترو کې قطر هېواد هم د مرستندویه کردار ادا کوي.

د فرانس صدر پخپلو خبرو کې وویل: «هغه څه چې مونږ وړاندیز کړی، او هغه څه چې خیال لرو د برطانیې او جرمني سره یوځای یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پېش کړو، یو داسې قرارداد دی چې پخوا به مونږ په نورو عملیاتو کې استعمال کاوه، په کوم کې چې یو زون یا سیمه خلکو دپاره ځانګړې کیږي چې ائیرپورټ ته ورسېدی شي.»

کله چي د اېمينول مېکرون نه وپوښتل شول آیا خوشبینه دی چې طالبان به دا منصوبه ومني، نو هغه وویل چې په دې اړه څه ویل په د وخته وړاندې خبره وي، مګر ارزښت یې لري چې یو ځل داسې کوشش وشي.

مېکرون زیاته کړه: «دا ټوله نړېواله برادري په حرکت راوستلی شي، او دا به طالبانو فشار هم اچولی شي.» مېکرون دا هم وویل چې طالبانو ته په کار ده دا ښکاره کړي چې د بشري فکرمندیو خیال ساتي، مګر د طالبانو سره خبرې اترې په دې معنا ندي چې فرانس به ضرور د طالبانو رسمي واکمني تسلیم کړي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ امریکا، برطانیې او د فرانسې په شمول یو شمېر ملکونو په یو ګډ بیان کې وویل چې طالبان به د بهر ملکونو او د افغانستان شهریانو ته چې نورو هېوادونو نه د سفر دستاوېزات لري، دا اجازت ورکړي چې د افغانستان نه بهر ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټني ګوټېرش د افغانستان په اړه د برطانیې، فرانس، امریکا، چین او روس د استازو یوه غونډه رابللی ده چې دا ټول نړېوال قوتونه، په امنیت شورا کې د قراردادونو د وېټو یا رد کولو حق لري.

مېکرون هیله څرګنده کړې چې د فرانس او برطانیې وړاندیز به په دې غونډه کې د کوم مخالفت سره مخ نشي. د هغه په وینا، «زه داسې څه نه ګورم چې څوک دې د بشري عملیاتو د تحفظ رامنځ ته کېدو مخالفت وکړی شي.»

د امریکا پوځیان چې کابل کې یې د ائیرپورټ (حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر) امنیت خوندي کړی دی، تمه ده چې تر نهې/سې شنبې پورې له هغه ځایه ووځي. دا معیاد ورته د امریکې صدر جو بایډن ټاکلی دی.

فرانس د هغو ملکونو په ډله کې راځي چې د کابل ائيرپورټ نه یې د انخلا مېشن خپل ختم کړی او کابل کې یې چې کوم سفارتکاران هم و، هغوی اوس فرانس ته رسېدلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG