لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې سینیټ پوځ کې د هم جنسۍ قانون منظور کړی


امریکې سینیټ پوځ کې د هم جنسۍ قانون منظور کړی
امریکې سینیټ پوځ کې د هم جنسۍ قانون منظور کړی

د امرېکې سینیټ پوځ کې د هم جنس پرستو ښځو او سړو په کار کولو باندې د پابندۍ قانون ختم کړی دی.

سینیټ کې د خالي په ورځ نوی قانون د ٦٥ په مقابله کې د ٣١ په ووټونو منظور کړی شو. هاؤس اف ریپریزینټیټوز یا د نمائندگانو ایوان ددې هفتې په شورو کې نوی قانون منظور کړې دی.

د زړې پالیسۍ مخالفین د نوي قانون د منظوریدو ستائنه کوي. د زړې پالیسۍ ترمخه هم پرسته ښځو او سړو د خپلې جنسې خوښې په حقله په ډاگه څه نشو وئیلې. ددغه پالیسۍ ترمخه که کوم سړې یا ښځې به خپله هم جنس پرستې په ډاگه کړه نو هغه به د پوځ نه ویستل کیدو.

په جار د هم جنس پرستۍ خلاف پالیسي په کال ١٩٩٣ کې د پخواني صدر بل کلنټن په دور کې پرځائې کړې شوې وه. د هاغه وخت راهسې د پالیسۍ د لاندې ١۴٠٠٠ ښځې او سړې د پوځ نه ویستلی شوې دي. دغه پالیسۍ ته به ډونټ ایسک، ډونټ ټیل ویل کیدل چې مطلب به ؤ چې مه خو چاته وائيي او مه د چا نه پوښتنه کوي.

صدر باراک اوبامه به نوی قانون هم دې را راوانه هفته کې لاس لیک کوي. باراک اوبامه وئیلې چې د نوې قانون ترمخه به قامي سلامتیه نوره مظبوطه کړی شي.

د امریکې د دفاع وزیر رابرټ گیټس وئیلې چې نوی قانون به په سملاسي توگه نه عملي کیږي بلکه ددې وړاندې به دا جاج اخستل کیږي چې نوی قانون د پوځ د قوانینو سره سمون خورې او که نه.

د اریزونه ریاست نه د سینیټ غړې جان میکین د نوې قانون په مخالفت کې وئیلې چې د دې په وجه به د امریکې پوځ ته ډیر زیان اورسیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG