لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځي چارواکی: د نورو حملو په امکان نظر ساتوو


د حملې وروسته خپله وېنا کې صدر جوبایډن ویلي د حملې بدل به اخلي او د هغو کسانو تعقب به کوي چې پکې لاس لري
د حملې وروسته خپله وېنا کې صدر جوبایډن ویلي د حملې بدل به اخلي او د هغو کسانو تعقب به کوي چې پکې لاس لري

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ مشر جنرل فرېنک مېکېنزي ویلي په افغانستان کې د نورو حملو په امکان نظر ساتل کېږي او د جمعې په ورځ کابل نه د خلکو د انخلا پروازونو دوام درلود.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه جنرل مېکېنزي وویل داعش په امکاني توګه په راکټونو او موټر بمونو د کابل هوايي اډه په هدف کولی شي او د امریکايي پوځي کمانډران په دې اړه نظر ساتي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې دوو چاودنې کې د ۹۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې پکې ۱۳ امریکايي عسکر شامل دي.

د حملې وروسته خپله وېنا کې صدر جوبایډن ویلي د حملې بدل به اخلي او د هغو کسانو تعقب به کوي چې پکې لاس لري.

داعش وسله د حملې مسولیت په غاړه اخیسی او د رویټرز خبري ادارې ترمخه وسله والې ډلې وویل یو ځانمرګي حمله کوونکی د امریکايي پوځ "ترجمانان او مرسته کوونکي" په هدف کړل.

جنرل مېکېنزي وویل امریکايي پوځي مامورین د نورو ممکنه حملو په ضد هر ممکنه تیاری کوي او په دې لړ کې د طالبانو سره هم استخباراتي معلومات شریک کړی شوي‌ دي .

جنرل مېکېنزي
جنرل مېکېنزي

جنرل مېکېنزي وویل ګمان کوي چې طالبانو د ځینو حملو مخه نیولې ده.

د جمعې په ورځ کابل نه د خلکو د انخلا پروازونو دوام لرلو او د امریکايي چارواکو په وېنا د امریکې پاسپورټ لرونکو کسانو ته هوايي اډې ته د داخلېدو اجازت ورکړی کېدلو.

جنرل مېکېنزي وویل د خطراتو ترڅنګ به امریکا د انخلا پروازونه دوامداره ساتي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۱۲۵۰۰ کسان د افغانستان نه راووېستل شوو. د دې شمېرې په شمول غربي ملکونو د اګست د ۱۴ نېټې راهسې افغانستان نه ۱۰۵۰۰۰ کسان راوېستلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG