د امریکې په جنوبي ریاست جورجیا کې د سېنټ د دوو چوکو دپاره د صدرډانلډ ټرمپ د واک من ريپبلېکن پارټۍ او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ د امیدوارانو ترمنځ انتخابي مقابله انتهايي اهمه بلل کېدله ځکه چې د دې انتخاباتو نتیجه به دا فېصله کړي چې په سېنټ کې کوم ګوند اکثریت لري.
د امریکايي مطبوعاتو ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ شوو ووټونو کې د جورجیا د سېنټ یوه چوکۍ د ډېموکرېټک پارټۍ رېفایل وارناک ګټلې چې د ریاست په تاریخ کې لومړی تورپوستی امریکنی دی چې دغه منصب ته ورسېدو.
وېل کېږي چې هغه د ریپبلېکن پارټۍ کېلې لوفلر ته په ۴۰۰۰۰ ووټونو ماتی ورکړو. رېفایل وارناک د نهې، سه شنبې، په ماښام خپلو پلویانو ته په یو پېغام کې وویل چې دوی ته وېل شوي وو چې انتخابات نشي ګټلی "خو نن شپا مونږ ثابته کړه چې په امید، زیار او چې ولس زمونږ ترڅنګ شي نو هر څه ممکن دي."
د جورجیا د سېنټ په دویمه چوکۍ انتخاباتو کې وېل کېږي چې د ډېموکرېټک پارټۍ جان اوسف د ريپبلېکن پارټۍ د خپل حریف ډېوډ پرډو نه په ۱۲۰۰۰ ووټونو وړاندې و. پرډو د سېنټ د دویمې شپږ کلنې دورې امیدوار دی.
د امریکې سېنټ په مجموعي توګه ۱۰۰ چوکۍ او هر ریاست پکې دوه دوه چوکۍ لري.
په موجوده وخت کې ريپبلېکنز پارټي په سېڼت کې ۵۰ او ډېموکرېټک پارټي ۴۸ چوکۍ لري او دا رنګ ريپېلېکن پارټي په سېنټ یا د کانګرس په ایوان بالا کې اکثریت لري. که چېرې ډېموکرېټک پارټي د جورجیا دواړه چوکۍ وګتي نو اکثریت به ترلاسه کړي او که ترېپبلېکن پارټي اکثریت پرځای وساتلی شي نو د ډېموکرېټک پارټۍ نو منتخب صدر جوبایډن د تګلارې مخه نیولی شي.
خو د وارناک د ګټې سره سېنټ د دواړو ګوندونو ترمنځ په ۵۰-۵۰ چوکیو برابر ووېشل شو. د ډېموکرېټک پارټۍ نو منتخب نایب صدره کېملا هېرس که چېرې وغواړي نو د سېنټ په کار کې برخه اخیستلی شي او خپل فېصله کن ووټ یا رای اچولی شي.
د کانګرس په ایوان پایان یا لاندني ایوان هاوس اف رېپرېزېنټېیتیوز د نمایندګانو ایوان کې ډېموکرېټک پارټي اکثریت لري.
په جورجیا کې د سېنټ انتخابات په دویم پړاو کې وشول. په نومبر کې په لومړي ځل ووټونو کې یو امیدوار هم واضعه اکثریت نه و ترلاسه کړی.
د جورجیا د سېنټ د انتخاباتو د ابتدايي نتېجو او د دې امکان په سبب چې ډېموکرېټس به په کانکرس کې اکثریت ترلاسه کړي په سټاک مارکېټ کې د فیوچرز سټاک بېعې وغورځېدلې. سرمایه کار توقع کوي چې د ډېموکرېټک پارټۍ په اکثریت کې کانګرس به په ټېک کمپنو ټېکسونه او نور قوانین زیات کړي.