لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه وائې پاکستان دې ممبۍ په حملو کې ککړ کسان ونیسي

اوبامه وائې پاکستان دې ممبۍ په حملو کې ککړ کسان ونیسي
اوبامه وائې پاکستان دې ممبۍ په حملو کې ککړ کسان ونیسي

د امرېکې صدر باراک اوبامه په پاکستان غږ کړې چې د هند ممبۍ ښار کې د کال ٢٠٠٨ په خونړۍ حملو کې ککړ کسان دې ونیسي.

د هند پارلیمان ته د گل په ورځ وینا کې باراک اوبامه وویل ترهگرو ته په پاکستان کې ځائې ورکول امریکې د پاره د منلو وړ خبره نه ده.

هغه وویل د القاعدې کمزورې کولو د پاره يي افغانستان کې ځواکونه پراته دي او امریکا به افغان ځواکونه ددې جوگه کوي چې د طالبانو ملاته کړې.

د هند د پارلیمان غړو به د باراک اوبامه د وینا جواب د لاسونو په پرقار او د میزونو په ډبولو ورکولو.

باراک اوبامه وویل هند د جمهوریت د کامیابۍ د لارې پرمختگ ترلاسه کړی دی. هغه وویل دا وخت امریکا او هند ته تعلقات د نور هم بهتر کولو د پاره تاریخې موقع په لاس ورغلې ده او دواړه هیوادونه خپل منځو کې اقتصادي همکاري نوره هم زیاته کړې.

باراک اوبامه وویل امریکا به د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا یا سکیورټي کاؤنسل کې د هند دائمې غړیتوب ملاتړ کوي.

باراک اوبامه د هند وزیراعظم سره په نوي دلې کې لیده کاته ووکړل اوبیا دواړو مشرانو په شریکا یو خبرې کانفرنس ته وینا هم ووکړه.

باراک اوبامه او من موهن سنگ ژمنه وکړه چې د جنوبې اسیا او د نړۍ د پرمختگ د پاره به خپل شریک تصورات عملې کولو د پاره به په شریکه کار کوي.

هند ته باراک اوبامه د سفر په مهال دواړو هیوادونو په یو شمیر مدونو کې په همکارۍ زیاتولو باندې اتفاق ترلاسه کړی دی چې پکښې اقتصادي ترقې او د ترهگرۍ خلاف گامونه شامل دي.

باراک اوبامه اسیا د ١٠ ورځني سفر په وړمبې پړاؤ هند ته رسیدلی دی. ددې ورسته به هغه انډونیشیا او بیا جنوبي کوریا ته رسیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG