لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دفاع او اقتصاد په اړه د امریکې او هندوستان اهمې خبرې اینده هفته کېدونکي دي


 د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ( د تصویر په مرکز) ښي اړخته مایک پامپېیو او گس اړخته جېم مېټس لیدل کیږي
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ( د تصویر په مرکز) ښي اړخته مایک پامپېیو او گس اړخته جېم مېټس لیدل کیږي

د امریکې د حکومت دوه لوړ رتبه چارواکي به اینده هفته د هندوستان سفر کوي او د هندوستاني مامورینو سره به د سیکورټي یا امنیت، دوه اړخیزه تعلقاتو او اقتصادي همکارۍ په مضوعاتو خبرې کوي.

د امریکې خارخه وزیر مایک پامپېیو به د هندوستان خارجه وزیرې شسما سوراج او د امریکې د دفاع وزیز جېم مېټس به د هندوستان د دفاع وزېرې نېرمالا سیتارامن سره د سپټمبر د میاشت په شپږمه نیټه په نوي دلې کې لیده کاته کوي.

د دواړو هېوادونو دغه خبرو اترو ته د دوه جمع دوه مکالمې نوم ورکړی شوی دی.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکې وویل د دوه جمع دوه مکالمه د هندوستان او امریکې ترمنځ د سفارت او امنیت غوندې اهمو مدونو کې تعلقات د نورو زیاتولو لویه موقع ده. د سټیټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د د نړۍ د دوو لویو جمهوریتونو ترمنځ د سټریټیجک تعلقاتو د ژورتیا دا یو مضبوط علامت دی.

د ایران په تېلو او د روس په وسله د هندوستان اړتیا کمول هم ویل کیږي چې په نوي دلي کې د امریکايي مامورینو د خبرو اهم موضوعات دي.

هندوستان د ایران نه د تیلو لوې خریدار دی. امریکې ایران سره د کال ٢٠١٥ م اېټمي معاهده ماته کړې ده او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په اېران د امریکې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي او کوښښ یې دی چې د ایران د امدن مخه ونیسي.

صدر ټرمپ وايي د ایران د ایټمي پروگرام مقصد ایټي وسله تیارول دي. ایران دغه خبره ردوي.

د سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکي د وایس اف امریکا انگریزۍ څانگې ته وویل چې د امریکا غواړی چې د نومبر د میاشت د څلورمې نېټې پورې د ایران د تېلو صادرات نشت یا صفر ته کول دي.

د سټیټ ډپارټمنټ چارواکې وویل واشنگټن د هغه نورو هېوادونو سره هم کاروکولو ته تیار دی چې د ایران په تېلو خپل انحصاد کمولو غواړي.

امریکايي چارواکي وايي هندوستان هم د امریکې دا تشویش شریکوي چې په نړیوالو او سیمه ایزه کچه ایران ناوړه روش خپل کړی دی.

د ایران د مرکزي بېنک، د توانايي په مد ااو مالیاتي ادارو به د امریکې پابندۍ د سږ کال د نومبر د میاشت د پنځمې نېټې عملي شي.

د سفارتي او اقتصادي مدونو ترڅنگ امریکا هندوستان سره د د فاع په مد کې هم خپل تعلقات پراخول غواړي او مایک پامپېیو او جېم مېټس به دې اړه هم د خپلو هندي هم منصبانو سره خبرې کوي.

په کال ٢٠١٦ کې امریکې هندوستان د دفاع په مد کې اهم همکار هېواد وټاکلو او په ورستیو کې واشنگټن نوي دلې ته د سټریټیجي ټریډ اتارټي ټېئر ټو درجه هم ورکړه چې ترمخه یې امریکايي کمپنۍ هندوستان ته د غبرگ استعمال ټېکالوجي صادرولی شي او هندوستان ته به یې د ترلاسه کولو اجازت یا لایسنس اخیستل اسان وي. ددې ترمخه هندوستان دپاره د امریکې انتهايي جدید پوځي ټیکنالوجی او الات ترلاسه کول اسان شوې دي.

هندوستان سره د دفاع په مد کې د امریکې همکارۍ د زیاتېدو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي تجارت کې هم اضافه شوې ده او امریکايي مامورین اټکل کوي چې د اینده کال پورې به د امریکې او هندوستان د فاعي تجارت مالیت د سفر نه ١٨ ارب ډالرو ته ورسېږي.

بل اړخته امریکايي مامورین وايي امریکايي چارواکي د هندوستان سره په مستقل ډول رابطه کې وي چې دا رنگ هندوستان د خپل پخواني ملگري روس نه د وسلې په اخیستلو کې د امریکې د اقتصادي بندیزو په گرفت کې رانشي. امریکې په روس هم ځینې اقتصادي پابندۍ لگولې دي او د نورو بندیزونو لگولو اراده هم لري..

امریکا په روس په پراخه کچه د بندیزونو اراده لري چې ترمخه به یې هغه هېوادونه هم د پابندیو سره مخامخ کیږي چې د روس د دفاع او استخباراتو په مدونو کې ورسره لېن دېن کوي. هندوستان د روس نه د ایس ۴٠٠ قسمه هغه مزایل د اخیستلو اراده لري چې د ځمکې نه په فضا کې هدف وولي. امریکايي مامورین د هندوستان دغه ممکنه اقدام په تشویش اخته کړې دي.

د امریکې او د هندوستان د دوه جمع دوه مکالمې نه وړاندې د امریکې د دفاع وزارت یا پنټگان یو چارواکې ویلي د دې خبرې څه ضمانت نشي کیدی چی روس نه دفاعي سامان اخیستلو کې هندوستان ته په روس د امریکې د بندیزونو نه استثنا ورکړی کیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG