لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسعود اظهر په ترهگر بللو امریکې او هندوستان د ملگرو ملتونو ستاینه کړې


 د ملگرو ملتونو د فیصلې وروسته، د امریکې خارجه وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې په ملگرو ملتونو کې د امریکايي سفارتکارانو ستاینه وکړه
د ملگرو ملتونو د فیصلې وروسته، د امریکې خارجه وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې په ملگرو ملتونو کې د امریکايي سفارتکارانو ستاینه وکړه

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د ملگرو ملتونو د دې فېصلې هرکلی کړی دی چې په پاکستان کې مېشته د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر یې ترهگر بللی او په هغه یې بندیزونه لگولي.

د ملگرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ د مسعود اظهر په اړه خپله فېصله د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان کړه.

د ملگرو ملتونو کمېټۍ وویل مسعود اظهر د القاعده سره هم تړون لري او د ترهگرۍ ملاتړ او منصوبه سازي کوي، ترهگرۍ دپاره مالي وسایل برابروي، ترهگرۍ ته خلک جلبوي او وسله والو دپاره وسله او نور ساز سامان برابروي.

ملگرو ملتونو په کال ٢٠٠١ کې جېش محمد ترهگر تنظیم بللی دی.

هندوستان په جېش محمد په کمشیر کې په هندي پوځ د یوې خونړۍ حملې تور لگولی دی.

په ملگرو ملتونو کې د امریکې او د نورو غربي هېوادونو کوښښ و چې مسعود اظهر ترهگر وټاکل ‍‍شي خو پاکستان او چین یې مخالفت کولو. د چېن د مخالفت له کبله د ملگرو ملتونو دغه فیصله ځنډېدلې وه.

د ملگرو ملتونو د فیصلې وروسته، د امریکې خارجه وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې په ملگرو ملتونو کې د امریکايي سفارتکارانو ستاینه وکړه. "د ډیر وخت راهسې د دې اقدام انتظار کېدلو چې د امریکې د سفارتکارۍ او د ترهگرۍ خلاف د نړیوالې ټولنې گټه ده او په جنوبي اېشیا کې د امن په لوري اهم گام دی."

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي هم په ټوېټر د ملگرو ملتونو د فېصلې هرکلی وکړو او وه یې وېل "نن هغه ورځ ده چې هر هندوستانی به پرې فخر کوي."

نرندره مودی وویل د نړیوالې ټولنې او د هر هغه چا د حمایت شکریه ادا کوي چې په "انساني اقدارو" یقین لري. "د ترهگرۍ خلاف به د هندوستان جنگ دوام لري. مونږ به په ځمکه د امن او د ورورولۍ دپاره کار کوو."

د امریکې نېشنل سکېورټي کاونسل یا د هېواد د قامي امنیت شورا هم د ملگرو ملتونو د فېصلې هرکلی وکړو. د شورا ترجمان گېرټ مارکس په ټوېټر وویل دغه فیصله "په پاکستان کې د ترهگرۍ نوغي ویستلو او په جنوبي اېشیا کې امن او ثبات راوستلو کې" د نړیوالې ټولنې ‏ژمنه څرگندوي.

د پاکستان خارجه وزارت د مسعود اظهر په اړه د ملگرو ملتونو په فېصله د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل ملگرو ملتونو دغه گام په داسې حال کې منظور کړو چې د ضوابطو سره د مسعود اظهر ترهگر بللو دپاره یې خپل وړاندېز د ضوابطو سره سم کړو.

د پاکستان خارجه وزارت وویل "د نومولو موجوده ترمیمي تجویز په داسې حال کې منظور شو چې د پلوامه پېښې او د خپلواکۍ د قانوي حق رېښتیا کولو دپاره د کشمیري کوښښونو سره یې د تړلو سیاسي هڅې لرې کړی شوې."

بیان وویل پاکستان د ترهگرۍ خلاف جنگ کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي او هېواد گڼي چې ترهگري د دنیا دپاره یوه سنگینه مسله ده.

د پاکستان خارجه وزارت
د پاکستان خارجه وزارت

جېش محمد د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر کې په هندي پوځ د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په حمله کې د ۴٠ نه زیات عسکر وژل شوې دي.

د پلوامه د حملې په نتیجه کې هندوستان او پاکستان جنگ ته نژدې شوي وو او اوس یې هم تعلقات د تاوتریخوالي ښکار دي.

د هندوستان د خزانې وزیر ارون جېټلي غوښتنه کړې چې پاکستان دې د هغو ملکونو په تور فهرست کې شامل کړی شی چې د وسله والو ډلو د مالي وسایلو مخنیوي په لړ کې یې د نړیوالو معیارونو سره سم گامونه نه دي اخیستي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ښاغلي جېټلي خبریالانو ته وویل هندوستان به دغه خواست فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس نومې ادارې ته کوي چې دا میاشت یې غونډه کېدونکې ده.

فانېنشل اېکشن ټاسک فورس نومې اداره چې په نړۍ کې د وسله والو او ترهگرو ډلو د مالي سرچینو شنډولو په مد کې کار کوي، د وړاندې څخه یې پاکستان د په "گری" یا خړ فهرست کې شامل کړی دی او د هېواد نه غوښتلي چې د وسله والو ډلو د مالي وسیلو او د پېسو د غیرقانوني انتقال په لړ کې دې نور کوټلي گامونه واخلي.

د هندوستان د خزانې وزیر ارون جیټلي وویل غوړي چې اېف ای ټي اېف دې د پاکستان درجه نوره هم ښکته کړي، یعني په نوملړ کې یې د خړ پرځای توره درجه ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG