لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې اسختباراتي ادارې وايي د نړۍ د پېچیده حالاتو سره مخامخ دي


د نېشنل انټېلېجنس یا د قامي استخباراتي ادارې مشر ډېن کوټس وویل د مختلف قسمه گامونو پورته کوولو یو مثال شفافیت او رېښتیا وویل دي
د نېشنل انټېلېجنس یا د قامي استخباراتي ادارې مشر ډېن کوټس وویل د مختلف قسمه گامونو پورته کوولو یو مثال شفافیت او رېښتیا وویل دي

د امریکې استخباراتي ادارو د اینده څلورو کلونو دپاره خپله تگلاره اعلان کړې ده چې پکې د نړۍ د پېچیده حالاتو، په نړیوالو چارو د غربي قوتونو د کمزورې کېدونکي گرفت، په ټېکنالوجۍ کې د بدلونونو او د دغه ادارو په مالي وسایلو کې په مستقل ډول د کمي په اړه د تشویش څرگندونه شوې ده.

د امریکې د استخباراتي ادارو دغه اجتماعي تگلارې ته د "نېشنل انټېلیجنس سټرېټجي" عنوان ورکړی شوی دی او دغه تگلاره د نهې، سه شنبې، په ورځ څرگنده کړی شوې ده.

د نوي تگلارې په اړه اسختباراتي مامورینو ویلي په دې کې "بنیادي" اصلاحات شوې دي او هدف یې امریکایانو ته په غیریقیني حالاتو کې د تحفظ احساس ورکوول دي.

په تگلاره کې دا خبرداری شوی دی چې "مونږ په داخلي او په نړيواله کچه د لوې مشکلاتو سره مخامخ یوو" او د پېچیده حالاتو نه د تیرېدو دپاره پکار ده چې مختلف قسمه گامونه پورته کړی شي.

د نېشنل انټېلېجنس یا د قامي استخباراتي ادارې مشر ډېن کوټس وویل د مختلف قسمه گامونو پورته کوولو یو مثال شفافیت او رېښتیا وویل دي.

د تگلاره اعلانوولو په مناسبت یوې غونډې ته ډېن کوټس وول "مونږ یاید چې تگلارې جوړونکو او د امریکې ولس ته دا باور ورکړو چې په مونږ اعتماد کولی شئ...د دې پرته چې په موجوده حالاتو کې په مستقل ډول فشار موجود دی."

په نوي تگلاره کې د دغه فشار ذکر د دوو حالاتو د لارې شوی دی. تگلاره وايي د دویم عالمي جنگ وروسته په دنیا کې د غربي نړۍ په بالادستۍ پرځای شوی نظام په کمزوري کېدو دی او په غربي نړۍ کې د تنهايي خوښوکی رجحان زیات شوی دی.

د امریکې د استخباراتو پخواني افسرانو د دغه رجحاناتو ذمه واري د صدر ډانلډ ټرمپ په غاړه اچولې او وايي ټرمپ که یو خوا ځان روسي صدر ودلادیمېر پوټن ته نژدې کړی نو بلخوا په اتحادي هېوادونو په ډاگه ټکونه کوي.

کله چې د استخباراتي مامورینو نه تپوس وشو چې آیا دا رپورټ او په دې کې د رېښتیا ویلو خبره د صدر ټرمپ دریځ د ردولو دپاره شوې ده؟ نو استخباراتي مامورینو وویل چې دغه رويي د ډیر وخت راهسې شکل اختیارولو. یو چارواکي وویل په نړيواله کچه په تنهايي کې د اضافې یو شمېر عوامل وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG