لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې جندالله ترهگر تنظیم گرځولی

امریکې جندالله ترهگر تنظیم گرځولی
امریکې جندالله ترهگر تنظیم گرځولی

د امریکې خارجه او د خزانې وزارتونو د شورو په ورځ خپلو خپلو اعلاناتو کې د ایران جندالله ډله یو ترهگر تنظیم او د امریکې شهریانو د پاره يي دې تنظیم سره تعلق غیر قانونې گام گرځولی دی.

چارواکې وائې که څه هم ایران د امریکې د هاغه هیوادونو په فهرست کې شامل دی چې په حکومتي کچه د ترهگرۍ مرسته کوي، د امریکې خارجه او د خزانې وزارتونو د تهران تر ټولو زیات سخت دریزه مخالفه ډله یو ترهگر تنظیم ووگرځولو.

خارجه او د خزاني وزارتونو چارواکو ویئلې چې جندالله په ایران کې د کال ٢٠٠٣ راهسې ځانمرگي بریدونه، هدفي وژنې او د ترهگرۍ حملې کړې دي.

امریکا وائې جندالله تیر کال او سږ کال د ایران په زاهدان ښار کې په جوماتونو حملو کې هم لاس لرلو چې پکښې د ٧٠ ؤ نه زیات خلک وژل شوې او په سلگونو نور کسان زخمیان شوې دي.

د امریکې د جارجه وزارت ترجمان مارک ټونر وئیلې په جندالله باندې پابندې د ترهگرۍ خلاف د امریکې د کوشیشونو سره سم گام دی.

هغه وویل په جندالله باندې د پانیدۍ اعلان ښائې امریکا غواړې چې که ترهگرۍ چرته هم موجوده وې نو ددې نوغی دې ویئستلی شي. هغه زیاته کړه جندالله د ایران ملکي کسان وژلې دې،او سره ددې چې د ډلې پخوانی مشر پهانسې شوې دی خو بیا هم دې تنظیم خپلې سرگرمۍ جارې ساتلې دي او په راتلونکې وخت کې هم د حملو صلاحیت لري.

ایران په امریکې باندې د جندالله او نورو مخالفو ډلو د مرستې الزامات لگولې دې.

د جندالله مشر عبدالمالک ریگې سږ کال د جون په میاشت کې د پانسي کیدو نه وړاندې د ایران په سرکاري ټیلې ویژن وئیلې ؤ چې امریکې ورسره لوظ کړی ؤ چې وسله په ورته ورکوي او په افغانستان کې به ورته مرکز جوړوي.

د امرېکې د خارجه وزارت ترجمان مارک ټونر وائې امریکا د هېڅ قسم ترهگرۍ ډله نه کوي. هغه په سیمه کې په نورو هیوادونو هم غږ ووکړو چې د جندالله خلاف دې د امریکې په رنگ گامونه پورته کړې.

مارک ټونر جندالله سره دامریکې د مرستې الزامات رد کړل. هغه وائې امریکې څو وارې وئیلې چې د جندالله ملاتړ يي نه دی کړی، او حقیقت خو دادی چې که ترهگرۍ په کوم قسم کې هم وي نو امریکې يي مخالفت کړی دی.

هغه زیاته کړه امریکا به د نړې والې ټولنې سره په شریکا کار کوي چې د ترهگرۍ ملاتړ مخه اونیولی شي.

د شورو په ورځ د اعلان تر مخه، په امریکا که د جندالله که څه اساسې هم وي نو هغه به منجمد کړی شي او امریکایانو د پاره به جندالله ته مالي امداد یا چنده ورکول د قانون خلاف کاروي.

دامریکې د خارجه وزارت د ترهگر تنظیمونو په فهرست کې ٥٠ ډلې شاملې دي. په دې کې القاعده، د لبنان حزب الله غورځنگ، او د ایران د حکومت یو بل مخالف تنظیم پیپلز مجاهدین اف ایران یا ایم اي کی شامل دي.

ایم يي کی یو جلا وطن تنظیم دی او په دې ورستي کلونو کې يي د ایران د ایټمي پروگرام په حقله معلومات هم خواره کړې دي. دې تنظیم غوښتنه کړې چې د امریکې د ترهگر تنظیمونو د فهرست نه دې نوم لرې کړی شي.

د سږ کال د جولائې په میاشت کې د امریکې وفاقي عدالت خارجه وزارت ته امرکړی چې د ایم يي کی مسلې ته دې بیا کتنه شي. خو د وزارت یو لوړ رتبه چارواکې وئیلې هغه ددغه مقدمې په حقله څه معلومات نه لري.

په ایم يي کې باندې د ایران اسلامي انقلاب خلاف د بمي بریدونو تورونه لگول شوې دي. په دغه چاؤنو کې د نورو کسانو سره سره د امریکې د فاع وزارت ټهیکداران هم وژل شوې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG