د امریکا صدر باراک اوباما خپله ژمنه بیا تکرار کړې چې د ایران د ایټمي پروگرام په د سر لانجې د حل ټولې لارې د نظر د لاندې دي چې پکې د عسکرې قوت د استعمال لار هم ده.
خو باراک اوباما زیاته کړه چې د ایران د ایټمي پروگرام مسله دې ده سفارتکارۍ د لارې حل کړی شي. صدر اوباما د اتوار په ورځ واشنگټن کې امریکا کې د یهودیانوتنظیم امریکن اسرائیل پبلک افیئرز کمیټي غونډې ته وینا کوله.
باراک اوباما وویل دا وخت د جنگ د خبرو نه بلکه د ایران خلاف لگول شوو اقتصادي پابندو ته د وخت ورکولو دی چې ایران د ایټمي وسلو ترلاسه کولو نه ودرولی شي.
باراک اوباما د ایران ایټمي پروگرام په حقله په داسې وخت خبرې کړې دي چې په نړي واله کچه د ایران ایټمي پروگرام په باره کې نړي والې اندیښنې زیاتې شوې دي او د اسرائیل د طرفه د ممکنه حملې گنگوسې هم رپورټ شوې دي.
د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو دا وخت د امریکا په سفر دی او د گل په ورځ به د صدر باراک اوباما سره لیده کاته کوي. ویل کیږي چې د ایران د ایټمي وسلو تکل به په سپینه ماڼۍ کې د دواړو مشرانو د خبرو اترو اهم موضوع وي.
اسرائیل او نور غربي طاقتونه وائي ایران ایټمي وسله جوړول غواړي خو ایران وائي ایټمي پروگرام يي پرامنه او د توانائي د پاره دی. ایران د خپل ایټمي پروگرام په سر نړې والې ټولنې سره خبرو اترو ته اړتیا څرگنده کړې ده خو ممکنه مزاکراتو د پاره يي شرائط ایښودې دي.