امریکې په لومړي ځل د ایران د خلايي تحقیق ادارې پرضد پابندۍ ولگولې او ویلي یې دي چې ایران د خلايي تحقیق په شا د مزایلو پروگرام مخ په وړاندې بیايي.
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د نهې، سه شنبې، په ورځ ووپل امریکا به ایران ته اجازت ور نکړي چې د مزایلو پروگرام د خلايي تحقیق ادارې په شا پټ کړي.
د امریکايي بندیزونو منفي اثر به د ایران په سپېس اېجنسي، ایران سپېس رېسرچ سېنټر او اېروناټکس رېسرچ انسټېټیوټ وغورځېږي. که چېرې دغه ادارې په امریکا کې کومې اثاثې لري نو دا به منجمد شي او امریکايي وگړي به دغو ایراني ادارو سره کاروبار نشي کولی.
امریکا وايي د ایران خلايي ټېکنالوجي او د بېلسټک مزایلو پروگرام کې هیڅ فرق نشته او ایران هم د خلايي پروگرام دلارې د پرواز په مهال مزایل قابو کوي. امریکې په نړیواله کچه ساینس پوهان په دې هم خبرداره کړې دي چې د ایران خلايي پروگرام سره مرسته کول په اصل کې د هیواد د مزایلو پروگرام قوي کول دي.
ایران وايي خلايي پروگرام یې د داسې ډول راکټو جوړولو دپاره دی چې خلاف ته مواصلاتي سیارې لېږلی شي. د کال ٢٠١٣ راهسې ایران د ځمکې مدار ته دوه سیارې لېږلې دي او سږ یې مدار ته د سیارو لېږلې درې کوښښونه ناکامه شوي دي چې پکې یو راکټ د پورته کولو په وخت وچاودېدو.
د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل په ایران غږ کړی د داسې قسم بېلسټک مزایلو جوړولو هلې ځلې دې نه کوي چې اېټمې وسله وړلی شي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره د کال ٢٠١ اېټمي معاهده ختمه کړې ده او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا لگولې دي. په موجوده وخت کې د امریکې او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي کچه زیاته ده.
او د نهې په ورځ د یران صدر حسن روحاني د صدر ټرمپ سره د خبرو امکان رد کړو. د نهې، سه شنبې، په ورځ ښاغلي روحاني ایراني پارلېمنټ ته وویل چې یوازې په داسې صورت کې د امریکې سره خبرې کولی شي چې واشنگټن په تهران لگول شوي پابندۍ لرې کړي او د کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې نور فریقین هم موجود وي.
صدر ټرمپ ویلي حسن روحاني سره د خبرو حقیقي امکان موجود دی.
ایران هم د اېټمې معاهدې د ځینو شرطونو نه په شا شوی دی او خبرداری یې کړی چې که چېرې د اېټمي معاهدې نور فریقین، برطانیه، چین، فرانس، جرمني، روس او یورپین یونین، د امریکې د بندیزونو په ضد د ایران سره اقتصادي مرسته ونکړي نو د یورېنیم جوړو رفتار به گړندی کړي.