لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او ایران د جنگ امکانات څومره دي؟


صدر ټرمپ، د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن او امریکايي پوځي مامورین
صدر ټرمپ، د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن او امریکايي پوځي مامورین

په امریکايي میډیا کې د ایران سره د ممکنه جگړې په اړه رپورټونو او په روانه میاشت کې په خلیج فارس کې د سعودی عربستان، متحده عرب اماراتو او د ناروی د تیلو په سمندري جهازونو د نامعلومه وسله والو بریدونو نه پس په سیمه کی حالات ډیر کړکیچن شوې دي.

په سیمه کې د حالاتو په اړه د امریکې معتبره ورځپاڼه نیو یارک ټائمز وایي چی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په تېرو څو ورځو کی د پوځی مامورینو سره ایران سره د ممکنه جنګ په صورت کې د تیاریو جاج اخېستی دی. نیویارک ټائمز وايي چی د ایران د طرفه سیمه کی میشت د امریکايي پوځ په ضد د ممکنه بریدونو او یا د ایران په خپل اېټمي پروگرام کار کې د زیاتوالي په صورت کې امریکا منځني ختیځ ته ١٢٠٠٠٠ عسکر لېږلی شي.

په میډیا کې دا رپورټونه ځکه راغلل چې په خلیج فارس کې د مۍ په ١١ او ١٢ مه باندې د شویو حملو شک په ایران کیږي.

د اېسوسي ایټډ پریس اژانس وینا ده چی په لومړیو پلټنو کې امریکايي مامورین دی نتیجی ته رسېدلي چې په سمندري ‌جهازونو بریدونو کی د ایران عسکر یا د ایران پوځ سره‌ نژدی اړیکی لرونکی وسله والی ډلی ککړتیا لري.

د دې خبرونو نه پس د شورو، چهار شنبې، په ورځ د امریکی د بهرنیو چارو وزارت د ایران ګوانډي هیواد عراق نه خپله غیر ضروري سفارتي عمله د ویستلو اعلان وکړو.


ایران په دغو بریدونو کی د ککړتیا خبره رد کړې او ویره یی څرگنده کړې چی په سمندري جهازونو شویو بریدونو کی د کوم ‌دریم هیواد لاس کیدلی شی چی په سیمه کی حالات خرابوول غواړي.

امرېکی د ایران د تیلو په خرڅوولو پابندي لگولي او په بدل کې ایران د خلیج فارس سمند‏ري لار د بندولو خبرداری کړی. د ایران د دړکی نه پس امریکی په سیمه کی خپل پوځي طاقت کی مسلسل اضافه شروع کړې ده.

امریکی خپله پنځمه بحری بېړه سیمی ته لېږلې ده. د امریکی د فضايي ځواکونو ورځپاڼې ایرفورس ټائمز وینا ده چی د امریکی د فضائي ایف ۱۵ او بی ۵۲ بمبار الوتکو په خلیج فارس کی پروازونه هم شروع کړی دی.

د ټرمپ اداری د جنګی تیاریو د زیاتوالی یو لوې لامل د امریکې د ملی امنیت صلاحکار جان بولټن هم گڼل کېږي چی د ایران د اېټمي او د توغندیو د پروګرام لوې مخالف ګڼل کېږي او د ایران په ضد د سختو پوځی عملیاتو په حق کی دی.

بلخوا ایران د امریکی سره د جنګ امکان رد کړی دی. د شورو، چهار شنبی، په ورځ د ایران مذهبی رهبر آیت الله علی خامناي په یو بیان کی وویل چی امریکې سره د جنګ هیڅ امکان نشته دی. هغه وویل نه خو ایران جنگ غواړي او نه هم په جنگ کې د امریکې څه گټه شته. ایراني چارواکي په سیمه کې ورستي پرمختگونه د اعصابو جنګ بولي.

د ایران صدر حسن روحاني او د ایران روحاني مشر علي خامنايي
د ایران صدر حسن روحاني او د ایران روحاني مشر علي خامنايي

د جنګ خطر څومره دی؟

د امریکی او ایران تر مینځ د جنګ خطر دا وخت ډیره زیات نه ښکاري او د دې څلور لوې عوامل گڼل کېږي. اول دا چې د جنګ په سوال امریکا کی دننه سیاسی تقسیم وجود لري. که یو خوا جان بولټن د ایران خلاف عسکري عملیاتو د پاره متحرک دی نو بل طرف ته د ولسمشر ټرمپ واک مند ریپبلېکن ګوند غړي هم د روان کړکیچ په حواله د مکملو معلوماتو غوښتنه کوي.

د امریکې د اساسي قانون دلاندې د ایران یا بل کوم هېواد خلاف جنګ کولو دپاره به صدر د کانگرس نه اجازت اخلي. په موجوده سیاسي ماحول کی د صدر ټرمپ دپاره د کانگرس اجازت ډیر گران وي. د کانگرس په ایوان نمایندگان یا هاوس اف ریپرېزېنټیټیوز کې د حزب اختلاف ډیموکرېټک ګوند اکثریت دی او خپله د ریپبلېکن گوند ځینې غړي هم د ایران سره د کړکیچ په لړ کې د صدر ټرمپ پالیسۍ ته د شک په نظر ګوري. د ریپبلکن ګوند د سینټ غړی رینډ پال یو بیان کی ویلي چې ټرمپ د کانګرس د اجازت نه بغیر جنګ د شروع کولو اختیار نه لري.

د جنگ د کم خطر دویم لامل د امرېکی یورپي اتحادیان هم کېدلی شي، چې د ایران سره د جنگ په حق کې نه ښکاري. که څه هم صدر ټرمپ د ایران سره اېټمې لوظنامه ماته کړې ده خو یورپي هېوادونه په معاهده ولاړ دي.

د ایران سره د جنگ د مخالفت څرگندونه د نهې، سه شنبی، په ورځ د انګلستان د پوځ مشر میجر جنرل کرسټوفر ګیکا وکړه چی په عراق او شام کی د داعش خلاف د جنگېدونکو ځواکونو نایب قوماندان دی. هغه د امرېکې دا خبره رد کړه چې په شام او عراق کی د ایران دلاسه غربي پوځونو دپاره په خطر کی زیاتوالی شوی دی. د امریکی د پوځ مرکزي یا سېنټرل کمانډ د برطانوي جنرال بیان مسترد کړو او ټینګار یې وکړو چې ایران په سیمه کې میشت د امریکايي پوځ دپاره یو لوې خطر دی.

ایران په ضد جنګ‌ دپاره به د صدر ټرمپ حکومت ته د ملګرو ملتونو حمایت او او ‌ملاتړ هم پکار وی چی په موجوده حالاتو کی ډیر زیات‌ ګران ښکاري ځکه چی د اروپايي هیوادونو نه علاوه د ملګرو ملتونو د امنیتی شورا دوه مستقل غړي، چین او روس، به د ایران په ضد د پوځی عملیاتو حمایت وه نکړي. دا دواړه هیوادونه د ایران سره ډیر نژدی اړیکی او په ایران کی درنی اقتصادي ګټې لري.

د ایران سره د امریکې د جنگ نه کېدو څلورم لامل دا گڼل کېدی شي چی جنګ به د ټرمپ د خپلې تگلارې خلاف وي. صدر ټرمپ په شام او افغانستان کې د جنگونو د ختمولو او د امریکايي ځواکونو د راویستلو خبره کوي او د افغانستان په معامله کې یې د طالبانوسره نیغ په نیغه مذاکرات پېل کړې دی. دا امکان نشي ردېدی چی د ایران په ضد د پوځی عملیاتو په نتیجه کې ولسمشر ټرمپ په محدوده کچه سیاسي گټې ترلاسه کولی شي خو د دی خبرې نه هم انکار نشي کېدی چې د ایران سره د جنګ په سر په ریپبلېکن گوند کې دننه تقسیم هم زیاتېدی شي. دغه تقسیم په اینده کال کی کېدونکو صدارتي او ‌د کانګرس د ټاکنو نه وړاندې به دې یوې سیاسي جوارۍ نه کمه نه وي او ممکنه ده چې ټرمپ به ورته تیار نشي.

اوس دا پوښتنه پیدا کېږی چی ایا د جنګ بالکل نشته؟

د دی گرانې پوښتنې ځواب آسان نه دی خو که په تاریخي توگه د هیوادونو ترمنځ لانجو ته وکتل شي نو د ایران او د امریکا ترمنځ روانه لانجه د جگړې امکان ته هم تلی شي او که عمومي جگړه نه کیږي نو د حادثاتي جگړې او یا په محدوده کچه کې د نښتو ویره هم شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG