د امریکې صدر باراک اوبامه به د نهې په د امریکې وولس ته وینا کې عراق کې باقې پاتې امریکائې عسکرو د رول په حقله نوې تگ لاره اعلانوي.
طمعه ده چې صدر باراک اوبامه به خپله وینا کې امریکایانو ته دا وضاحت کوي چې د کال ٢٠٠٣ راهسې په عراق کې څه گټې ترلاسه شوې دي. هغه به دا ژمنه هم کوي چې امریکا به عراق کې د سباط د پاره دغه هیواد سره مرسته جارې ساتي. او امریکائې عسکرو ته به ددوې په قربانیو باندې پیرزونې وړاندې کوي.
د ټیلې ویژن د کیمرو د نظر نه لرې، د گل په ورځ باراک اوبامه د والټر ریډ طبې مرکز ته تللی ؤ او هلته يي عراق اوافغانستان کې زخمي شوې امریکائې عسکرو سره ناسته ووکړه.
د نهې په ورځ به باراک اوبامه ټیکسس ریاست کې د فورټ بلس پوځې مرکز دوره کوي او هلته به هاغه عسکرو ته تشکر وړاندې کوي چا چې عراق کې وظیفه ترسره کړې ده.
د امریکې د دفاع وزارت ترمخه عراق کې د څلور نیمزره نه زیات امریکائې عسکر وژل شوې دي او تر دوه دیرش زرو پورې نور زخمیان شوې دي.
صدرباراک اوبامه په دې خبره زور اچولی دی چې که څوک د پخوانې صدر جارج بش په عراق کې پوځې عملیاتو د پالیسۍ مخالفت کوي او که دفاع، خو د پوځ د قربانیو او ددې خبرې دې احترام ووکړی شې چې عراق کې يي جنگې فعالیتونه په رسمې توگه سر ته رسولې دې.
د سپینې ماڼئ ترجمان رابرټ گیبز د گل په ورځ یو خبرې کانفرنس ته ویلې که چرې باراک اوبامه په کال ٢٠٠٣ کې د امریکې صدر ؤ په عراق به يي هېچ چرې هم یرغل نه ؤ کړی.
هغه زیاته کړه چې باراک اوبامه د افغانستان په ځائې په عراق د توجه کولو د ډیر وخت راهسې نیوکې کوې.
رابرټ گیبز وائې عراق د افغانستان نه توجه لرې کړې ده او په تیر کلونو کې هلته د توجه نه کولو کمی اوس پوره کولی شي او هلته د عسکرو شمیره ځکه زیاتول کیږي چې امریکې ته ترې نیغ په نیغه خطر رامنځته کیږي.
رابرټ گیبز وویل باراک اوبامه به ددې خبرې وضاحت کوې چې عراق نه د جنگې پوځونو د راویستلو به د امریکې په قامې سلامتیا، په افغانستان، جنوبې ختیز اسیا او نورو سیمو کې د القاعدې خلاف جگړه باندې څه اثر وولري.
که څه هم عراق نه د امریکې د جنگې ځواکونو بیرته تگ یو اهم سنگ میل دی، خو رابرټ گیبز وویل ددې دا مطلب نه دی هلته به بې امني ختمه شې خو هغه زیاته کړه چې عراق د امنیت پر ځائې کول اوس د عراقیانو ذمه واري ده.
رابرټ گیبز وائې عراقیان به اوس خپل کوشیشونه زیاتوي، هغوې په د خپل هیواد به تاریخ کې نوی باب لیکې، دوې به ددې ذمه وار وي، امریکا به ددوې ملگری وي خو د عراق د پاره د مستقبل لاره سمه ول به د عراقیانو ذمه واري وي.
باراک اوبامه عراق نه د ټولو امریکائې عسکرو ستنولو د پاره د کال ٢٠١١ د اخر نیټه ټاکلې ده. تر دغه وخت پورې به د پنځوس زره نه کم امریکائې عسکر عراقې ځواکونو سره د ترهگرۍ خلاف عملیاتو کې مرسته کوي او هلته موجود غیر پوځې امریکایانو او سفارتکارانو د تحفظ ذمه وارۍ به ترسره کوي.
فریډ کیگن، امریکن انټرپرائز نومې د څیړنې ادارې تجزیه کار دی، وائې باراک اوبامه داسې ویل نه دې پکار چې دا علان کړې چې عراق کې مشن سر ته رسول شوی دی.
فریډ کیگن وائې عراق کې مشن نه دی ترسره شوی او داسې عراق نه دې قائم کړی شوې چې خپله دفاع ووکړی شې او په سیمه کې سبات راوستلی شي.
باراک اوبامه به عراق کې د امریکائې عسکرو نوی رول اعلانوي

1