لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش په امریکني امیر عدالت کې نوي الزامات لگول شوي دي


په هغه الزام دی چې په داعش کې د ښیښ مار په توگه د جنگېدو وروسته هغه ترقي کړې وه او بیا د نویو وسله والو د تربيي او هغوی د وسلې د استعمال امیر وگمارل شو
په هغه الزام دی چې په داعش کې د ښیښ مار په توگه د جنگېدو وروسته هغه ترقي کړې وه او بیا د نویو وسله والو د تربيي او هغوی د وسلې د استعمال امیر وگمارل شو

د امریکې د انصاف وزارت د داعش په صفونو کې جنگېدونکي امریکايي وسله وال خلاف عدالت ته نوي الزامات وړاندې کړې دي چې په بنیاد ورته د عمر قید سزا اورول کېدی شي.

امریکايي شهري رسلان مراتوېچ اساېنوف په کال ٢٠١٣ کې شام ته تللی و او داعش کې شامل شو. هغه لومړ د یو ښیښ مار په توگه جنگېدلو خو بیا ترقي وشوه او د امیر درجې ته ورسېدلو. ۴٣ اساېنوف د نیویارک ښار بروکلېن اوسېدونکی دی.

لومړې په عدالت کې په اساینوف داعش سره د مالي ملاتړ، تربيي، داعش ته د وسلې رسوولو او د ډلې نه د پوځي ډول تربي ترلاسه کولو الزام لگول شوی و چې هغه ته پرې د مرگ سزا ورکړی کېدی شوه او اوس د اضافي الزامات په بنیاد ورته د عمر قید امکان دی.

رسلان مراتوېچ اساېنوف د سږ کال د جولایي په میاشت په شام کې د نیول کېدو وروسته امریکې ته راوستل شوی دی.

په هغه الزام دی چې په داعش کې د ښیښ مار په توگه د جنگېدو وروسته هغه ترقي کړې وه او بیا د نویو وسله والو د تربيي او هغوی د وسلې د استعمال امیر وگمارل شو.

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي یو مخبر ته په یو خفیه لیک کې هغه ویلي وو چې داعش د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو بدترین ترهگر تنظیم دی او دا چې هغه د جنگ په میدان ژوند دلاسه ورکولو خواهش لري.

امریکايي مامورین وايي د سږ کال د مارچ په میاشت کې داعش په شام کې ماتې خوړلی دی او د ډلې پرضد جنگېدونکې سیرین ډېموکرېټک فورسز د داعش ٢٠٠٠ پورې خارجی وسله وال نیولي دي چې د نړۍ ٥٠ بیلا بېلو هیوادونو سره تعلق لري. د دې نه علاوه اېس ډي ایف د سلگونو زرگونو په شمېره کې داسې ملکي کسان هم موندلي دي چې تعلق یې د داعش سره او پکې ماشومانو د داعش وسله والو مېرمنې شاملې دي. خو داسې کره معلومات نشته چې د داعش په قیدیانو په څومره شمېره کې امریکایان دي.

د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د تندروۍ د مطالعې مرکز ویلي چې د کال ٢٠١١ راهسې ٨٠ امریکايي شهریان او یا په امریکا کې میشته کسان شام او عراق ته تللي وو او اکثریت پکې داعش کې شامل شوي وو.

خو تر اوسه امریکې شپږ شهریان هیواد ته ستانه کړې دي او په دوی د داعش په صفونو کې د جنگېدو الزامات لگول شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG