د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه بدلولو د مبینه کوښښونو په سر د امریکي د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د مقدمې د بلې اورېدنې دپاره د اګست ۱۱ نېټه ټاکل شوې ده.
په واشنګټن کې د عدالت ججې ټانیا چټکن د ټرمپ او سرکاري وکیلانو ته د اګست په ۱۱ نېټه، د جمعې په ورځ، سحر ۱۰ بجې د حاضرېدو حکم کړی دی.
د فريقېنو وکیلانو ته وېل شوي چې دا تعین دې وکړي چې په مقدمه کې شواهد څنګه استعمالېدی او شريکېدلی شي؟
د روېټرز خبري ادارې ترمخه د مقدمې د اورېدو دپاره نېټه د ټاکل کېدو نه مخکې د ټرمپ او سرکاري وکیلانو ترمنځ په نېټه اختلافات راپورته شوي وو.
د سرکاري وکیلانو وېنا وه چې ټوله هفته دستیاب دي خو د ټرمپ وکیلانو غوښتل چې د مقدمې سماعت دې د بلې هفتې پورې وځنډول شي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټرمپ وکیلانو د عدالت نه د سرکاري وکیلانو د دې غوښتنې مخالفت وکړو چې ټرمپ دې د مقدمې په اړه خفیه معلومات د افشا کولو نه منع کړي. سرکاري وکیلان دریځ لري چې ټرمپ د ګواهانو د ویرولو دپاره دغه معلومات استعمالولی شي.
د ټرمپ وکیلان وايي د معلوماتو په اړه په ټرمپ پابندي لګول به د هغه د رای د اظهار د ازادۍ د حق او د اینن د لومړۍ مادې خلاف ورزي وي.
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي، په عدالت کې د بې ګناهۍ اعتراف کړی او وايي په سیاسي بنیادونو تورن شوی دی.
ټرمپ به د جمعې په ورځ عدالت ته نه حاضرېږي ځکه چې ججې ورته استثنا ورکړې ده.
روېټرز خبري اداره وايي د مقدمې د سماعت د نېټې په سر د سرکاري او د ټرمپ د وکیلانو اختلافات د ټرمپ د قانوني ډلې دا کوښښونه څرګندوي چې د پخواني صدر خلاف مقدمه په څه نه څه طریقه وځنډول شي او یا يې د سست روۍ سره مخامخ کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum