د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي د طالبانو مشر ملامنصور په افغانستان کې د امن د مذاکراتو مخالف و او هغه ځکه په هدف کړی شو چې هغه د امریکائي او افغان ځواکونو او د ملکي خلکو دپاره خطر و.
جان کیري د ملامنصور په اړه دغه خبرې د اتوار، یک شنبې، په ورځ د میانمار د سفر په مهال وکړې.
د افغانستان استخباراتي ادارې این ډی ایس، په عین حال، کې د ملامنصور په ډرون حمله کې د وژل کیدو تصدیق کړی دی. این ډي ایس په ټویټر او فیس بک خپل بیان کې وویل ملامنصور د پاکستان بلوچستان صوبې په دالبندین سیمه کې د خالي، شنبې، په ورځ ماسپښین پاو کم څلور بجی ووژل شو.
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د سول هسپتال ډاکټر رشید جمالي وي او ای ته ویلي د ډرون حملې د موقعې څخه دوه مړي د هغه هسپتال ته راوړل شوي دي. هغه وویل ترلاسه شوي شناختي دستاویزات د یو کس پیژندگلو د محمد اعظم په نوم کړې چې د ټیکسي ډرائیور او د بل کس پیژندگلو د ولي محمد په نوم کړې چې د ټیکسي مسافر و. عیني شاهدینو ویلي په ټیکسي د خالي، شنبې، په ماسپښین د فضا نه حمله شوي وه.
د پاکستان ٩٢ نیوز چینل د تباه شوي موټر او ددې د مسافر د پاسپورټ عکسونه ښودلې دي. په پاسپورټ د ایران او سعودي عرب ویزې لگیدلې دي. په دغه پاکستاني پاسپورټ د لگیدلې کس تصویر لکه د ملامنصور په رنگ ښکاره کیږي. طالبانو سرچینو دا خبره وي او ای ته کړې ده.
د طالبانو ترجمانان چې په عمومي توگه ورته د میډیا په اسان لاس رسايي کیږي د ملا منصور د مرگ تصدیق یا تردید يي نه دی کړی.
د پاکستان خارجه وزارت ویلي امریکې نه يي په ملا منصور د شوي حملې په اړه وضاحت غوښتی دی. د خارجه وزارت نفیس زکریا د اتوار، یک شنبې، په ورځ ډان ورځپاڼي ته ویلي د ملامنصور د وژل کیدو په اړه مطبوعاتي رپورټونه يي لیدلې دي او د امریکې نه يي وضاحت غوښتی دی.
یو امریکائي چارواکې ویلي د امریکې خصوصي ځواکونو گڼ شمیر ډرون جهازونو په بلوچستان کې یو موټر په هدف کړو چې پکې د ملامنصور ترڅنگ یو بل کس هم وژل شو.
که چرې په ملامنصور د ډرون حملې تصدیق وشي، نو دا به په بلوچستان صوبه کې د ډرون وړمبۍ حمله وي. ددې نه وړاندې زیاتره ډرون حملې د پاکستان په قبایلي سیمو کې شوي دي.
ددې ترڅنگ د امریکې خصوصي ځواکونه په عامه توگه د ډرون استعمال ډیر کم کوي. د ډرون پروگرام د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای په لاسو کې دی چې په سیمه کې د وسله والو مشران په هدف کوي.
ملا منصور تیر کال د طالبانو مشر ملاعمر د میړنې د خبرونو ورسته مشر ټاکل شوی و.