لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک کې ۴ کسان وژل شوې

د امریکې نیویارک ښار یو منظر
د امریکې نیویارک ښار یو منظر

د امریکې نیویارک ښار کې یو تن څلور کسانو د وژلو په الزام کې نیولی شوی دی. څلور نور کسان په تشدد کې زخمیان شوې هم دي.

پولیسو د وژنې په شک کې ٢٣ کلن میکسم گلمین نومې تن نیولی دی. په هغه د خپل نا سکا پلار، د پخوانۍ معشوقې او د هغې مور د وژلو الزام دی. څلورم تن هاغه مهال وژلی شوی کله چې میکسم گلمین د غلا په موټر د جمعې په ورځ روان وو.

پولیس وائې د یوکرائین سره تعلق لرونکې امریکائي شهري څلور کسان په چاقو زخمي کړې هم دي، چې پکښې د ټیکسي ډرائیور او د ریل گاډي یو مسافر شامل دي. میکسم گلمین نیویارک کې د ریل گاډي په سټیشن نیول شوی دی.

د نیویارک د پولیسو مشر ریمنډ کیلي وئیلې په سملاسي توگه نه ده معلومه چې میکسم گلمین وژنې په څه مقصد کړې دي. پولیسو وئیلې مشکوک تن ددې نه وړاندې د نشۍ توکو او په دیوالونو لیک کولو یا گرافیټي په الزام کې هم نیولی شوی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG