د امریکې سرښار واشنګتن کې د زرګونو په شمېره کې کسانو د جمعې په ورځ په یوه مظاهر کې شرکت وکړو چې د منتظیمونو په وېنا په دا ملک کې د پولیس زور زیاتي خلاف او د انصاف په نظام کې د اصلاحاتو دپاره غږ و.
د شهري حقونو فعال رېورنډ اېل شارپټن د لېنکن مېموریل یا د صدرلېنکن یادګار سره جمع شوي غونډې ته وویل په امریکا کې نسلي تعصب اوس هم په منظمه توګه موجود دی او پکار ده چې په دې اړه سنجیده خبرې وشي.
اېل شارپټن وویل "مونږ د لسیزو راهسې خبرې کوو خو اوس وخت راغلی چې د امریکې سره مکالمه وکړوو."
د شهري حقونو دغه مشر زیاته کړه چې د نسلي تعصب، د عدم برداشت او د کرکې په اړه خبرې وشي.
په واشګټن کې د جمعې په ورځ د لاریون نه ۵۷ کاله وړاندې د ډاکټر مارټن لوتر کنګ په مشرۍ کې هم په واشنګټن کې د نسلي تعصب خلاف لاریون ویستل شو چې مارټن لوټر کنګ پکې د ايي هېو ای ډریم نومې تقریر کړی و او ویلي یې وو چې یوه ورځ به راځي چې په امریکا کې به خلک یو بل د رنګ په بنیاد نه بلکې د کردار په بنیاد پیژني.
د جمعې په ورځ په واشنګټن کې لاریون په داسې حال کې هم ویستل شو چې د مارچ په میاشت کې په منېسوټا ریاست کې د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني تن د مرګ په سر اوس هم احتجاجونه کیږي او پکې په پولیس د تور پوستکو خلاف د طاقت د بې ځایه استعمال الزامات لګول کیږي.
دا هفته یو پولیس افسر د وېسکانسن ریاست په کېنوشا ښار کې جېک بلېک نومې تن د خپلو بچو او نورو عیني شاهدانو مخې ته په ډزو وویشتلو. بلېک په جزوي توګه معزوره شوی دی.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د جمعې په ورځ د واشنګټن مظاهرې ته وېنا کوونکو کې د هغو خلکو خپلوان هم شامل وو چې په پولیس تشدد کې مړه شوي دي.
په ابتدايي توګه د مظاهرې د منتظیمونو اندازه وه چې یو لک کسان به په احتجاج کې ګدون کوي خو د نېشنل پارک سروس نومې ادارې اندازه وه چې ۵۰۰۰۰ کسانو پکې ګډون وکړو.