لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان د مارټن لوتر کنگ ورځ نمانځي


کال ١٩٦۴ کې مارټن لوتر کنگ د نوبل انعام ورکړی شو هم په دغه کال کې د هغه وخت صدر لنډن جانسن د شهري حقوقو تاریخي قانون منظور کړو چې ترمخه يي افریقائي امریکنیانو ته د ووټ حق ورکړی شو او نسلي تعصب غیرقانونه وگرځولی شو
کال ١٩٦۴ کې مارټن لوتر کنگ د نوبل انعام ورکړی شو هم په دغه کال کې د هغه وخت صدر لنډن جانسن د شهري حقوقو تاریخي قانون منظور کړو چې ترمخه يي افریقائي امریکنیانو ته د ووټ حق ورکړی شو او نسلي تعصب غیرقانونه وگرځولی شو

امریکا کې نن د گل یا یک شنبې په ورځ د شهري حقوقو مشر مارټن لوتر کنگ د یادگیرنې ورځ نمانځلی کیږي. د مارټن لوتر کنگ د ورځې په مناسبت په قامي کچه د رخصتۍ ورځ ده، حکومتي دفترونه، سکولونه او زیاتره کاروبارونه تړل شوي دي.

مارټن لوتر کنگ فریقائي امریکنی یا تورپوستکی وو. کال ١٩٥٥ کې يي هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې د ایلبامه ریاست په مانټگمري ښار کي يي بسونو کې د سپینو او تورپوستکو امریکایانو د پاره په بیلو بیلو چوکو د کیښناستلو مخالفت وکړو او د بسونو نه يي بائیکاټ وکړو.

ددې ورسته مارټن لوتر کنگ افریقائي امریکنیانو دپاره د برابر حقوقو دپاره د سول رائیټس مومنټ یا د شهري حقوقو تحریک مرکزي رهنما وگرځیدو او د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسیزو کې يی په میلینونو خلک محرک کړل.

کال ١٩٦٣ کې سرښار واشنگټن کې د سول رائټس مومنټ د مارچ یا لاریون په موقع مارټن لوتر کنگ د ايي هیو ای ډریم په موضوع خپل تاریخي وکړو چې هغه پکې وویل ځما خوب دی چې یوه ورځ به د پخواني غلامانو بچي او د پخواني د غلامانو مالکان په ځائې کښېني او د شخصیت جاج به د رنگ په بنیاد نه بلکه د کردار په بنیاد کولی شي.

کال ١٩٦۴ کې مارټن لوتر کنگ د نوبل انعام ورکړی شو هم په دغه کال کې د هغه وخت صدر لنډن جانسن د شهري حقوقو تاریخي قانون منظور کړو چې ترمخه يي افریقائي امریکنیانو ته د ووټ حق ورکړی شو او نسلي تعصب غیرقانونه وگرځولی شو.

مارټن لوتر کنگ د کال ١٩٦٨ د اپریل د میاشت په څلورمه نیټه د ټینسي ریاست میمفس ښار کې په داسې مهال ووژل شو چې هغه ښار کې د صفائي کونکو په احتجاج کې مرسته کوله. کارکنانو د مساوي تنخا دپاره په احتجاج لاس پورې کړی وو.

د هر کال د جنورۍ د میاشت دریمه د گل یا یکشنبې ورځ د مارټن لوتر کنگ د یادیگرنې ورځ په کال ١٩٨٣ کې د هغه وخت صدر رولنډ ریگن وټاکله. مارټن لوتر کنگ د جنورۍ په ١٥ مه نټیه کال ١٩٢٩ کې زیږیدلی وو. کال ١٩٩۴ کې کانگرس د مارټن لوتر کنگ ورځ د سروس یا د خدمت ورځ هم ټاکله چې دا رنگ امریکایان ټولنې خدمت ته محرک کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG