لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د ورځپاڼې په دفتر حمله کې پنځه کسان وژل شوې دي


پولیس او امنیتي چارواکې په اناپلس کې د حملې ځای ته ورغلل
پولیس او امنیتي چارواکې په اناپلس کې د حملې ځای ته ورغلل

د امرېکې د مېرې لېنډ ریاست د یوې ورځپاڼې په دفتر کې مسلح حمله کونکي پنځه کسان په ډزو ووژل.

د چارواکو په وینا د ورځپاڼې په دفتر حمله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مېرې لېنډ په اناپلس ښار کې شوې ده او یو شمیر کسان په زخمیان شوي هم دي. ویل کېږي ځینې کسان سخت زخمیان دي.

د قانون نافذ کونکو ادارو چارواکو وویل د حملې په لړ کې یو مشکوک تن نیول شوی دی.

د عېني شاهدینو ترمخه د ماسپښین شا او خوا درې بجې یو مسلح تن د کېپیټل گېزټ نومې ورځپاڼې د ښېښې په دروازه ور دننه شو، نیوز روم یا د خبریالانو تالار ته ورغلو او ډزې یې پېل کړې.

د ورځپاڼې یو خبریال چې د حملې په وخت په نیوز روم کې و، د مېز دلاندې پټ شو او په ټویټر یې وویل چې ډزې اورې او د ټوپک د بیا ډکېدو غږ یې هم واوریدو.

پولیس وویل چې د نیول شوي مشکوک تن تفتیش روان دی خو لا دا نه ده معلومه چې په ورځپاڼه یې حمله په څه مقصد کړې ده.

صدر ټرمپ په ټوېټر په خپل پېغام کې وویل چې هغه په اناپلس ښار کې د پېښې په اړه معلومات ورکړی شوې دي. صدر ټرمپ په وسکانسن ریاست د دورې څخه بېرته واشنگټن ته راروان و. هغه په حمله کې د وژل شوو کسانو خپلوانو سره د غمرازۍ څرگندونه وکړه.

د مېرې لېنډ گورنر هم د ریاست په مرکزي ښار کې په پېښه د غمرازۍ څرگندونه وکړه. مېرې لېنډ د واشنگټن سره پوله لري او اناپلس د واشنگټن نه شاو او خوا ٣١ میله لرې په شمال کې پروت ښار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG