لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې انتخباتو کې ډیموکریټک گوند د مشکل سره مخ ښکارې

د امریکې انتخباتو کې ډیموکریټک گوند د مشکل سره مخ ښکارې
د امریکې انتخباتو کې ډیموکریټک گوند د مشکل سره مخ ښکارې

دا مهال چې د نظر پوښتنو ترمخه د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې واک من ډیموکرټک گوند د ناکامۍ سره مخ کیدی شي، صدر بارک اوبامه یو وارې بیا په انتخابي کیمپین کې میدان ته وتلی دی، چې خپل گوند ته رسیدلی سیاسې نقصان کم کړی شي.

د امریکې کانگرس کې د نمائنده گانو ایوان یا هاؤس اف ریپریزینټیټوز او سینیټ د پاره په ځینې چوکو د پاره به د نهې یا د نومبر په دویمه نیټه ووټونه اچول کیږي.

د کال ٢٠٠٨ په صدارتي ووټونو کې باراک اوبامه ته رائې ورکونکې زیاتره ځوانان ؤ. د خالي په ورځ هغه په فلیډلفیه یونیورسټۍ کې طالب علمانو نه غوښتنه ووکړه چې د ډیموکریټک پارټۍ ته دې ووټونه ورکړې.

باراک اوبامه وویئل چې په جلسه کې برخه اخستل گرانه خبره نه ده او د پارټۍ رضاکاران دې باید کور په کور ووگرځي او خلک دې ووټونو ته راوباسي.

نظر پوښتنې ښائې چې د اختلاف ریپبلیکن گوند به په د نومبر د دوېمې نیټې په ووټونو کې د نمائندگانو ایوان یا هاؤس اف ریپریزینټیټوز کې ٣٩ څلویښت یا ددې نه هم زیاتې چوکۍ په اسانه ترلاسه کړی شي او دا رنگ به په ایوان کې اکثریت ترلاسه کړې.

نظر پوښتنې دا هم ښائې د ډیموکریټک گوند ځوانانو په مقابله کې د ریپبلیکن گوند ځوانان په انتخاباتو کې په ډیرجذباتي انداز کې برخه اخلي.

په فلیډیلفیه یو نیورسټۍ کې خپلو خبرو کې باراک اوبامه ځوانانو ته وئیل چې کوشیشونه دې ووکړې چې د هغه د حکومت کامیابۍ ختمې نه کړی شي.

باراک اوبامه وومنله په انتخباتو کې نه یواځې په فلیډیلفیه بلکه په ټول هیواد کې د مشکل سره مخ دي. خو هغه په پلویانو غږ ووکړو چې هر کس دې سره د خپلو ملگرو او کورنۍ غړو په انتخباتو کې ووټونه واچوي چې دا یقینې کړی شي چې په تیرو کلونو کې چې کوم پرمختگ شوی دي هغه بیرته ختم نه ‍شي.

د کنیټیکټ ریاست په برج پورټ ښار کې د مخالفینو د نعرو په جواب کې چې د ایډز ناروغۍ د تحقیقاتو د پاره دې ډیرې پیسې ووټاکلی شي، باراک اوبامه ووئیل چې د هغه حکومت په دې اړه مالي پنگه ټاکلې ده خو ریپبلیکن گوند دا نه غواړي.

بل اړخته، د ریپبلیکن گوند غړې هم په انتخابي مهم کې مصروف دي. په هاؤس اف ریپریزینټیټیوز کې د ریپبلیکن گوند مشر جان بینر په اوهایو ریاست کې د پلویانو نه غوښتنه ووکړه چې د ډیموکریټک گوند د هاغه منصوبو مخالفت دې ووکړي چې د حد نه سیوا پیسې په گلي.

د جان بینر په حقله ویل کیږي که چرې ریپبلیکن گوند په هاؤس اف ریرپریزینټیټیوز کې اکثریت ترلاسه کوي، نو هغه به د ایوان سپیکر ټاکلی کیږي.

جان بینر په پلویانو غږ ووکړو که چرې امریکایان غواړي چې دا هیواد بیا په خپله لاره روان کړی شي، او د راتلونکې کل د پاره روښانه مستقبل یقیني کړی شي نو باید په واشنگټن کې داسې حکومت جوړ کړی شي چې ورکوټی وي او د احتساب د پاره يي لاره خلاصه وي.

باراک اوبامه به هم د اتوار په ورځ په اوهایو ریاست کې په انتخابي جلسه کې شرکت کوي. د کال ٢٠٠٨ په صدارتي انتخاباتو کې په اوهایو کې ووټونه گټلې ؤ خو د منځنۍ مودې انتخاباتو کې داسې ښکاره کیږي چې ریپبلیکن گوند به دغلته بری ترلاسه کړی شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG