لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په منځ مهاله انتخاباتو کې د مسلمانانو لویه شمېره امیدواران دي


الهان عمر د مېنسوټا ریاست نه د کانگرس امیدواره ده
الهان عمر د مېنسوټا ریاست نه د کانگرس امیدواره ده

د مسلمانانو یو سیاسي تنظیم "جیټ پېک" ویلي چې د کال ٢٠١٨ د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې د بل هر وخت نه زیاته شمېره کې مسلمان امیدواران میدان ته راوتلي دي او په ١٣ ریاستونو کې لږ تر لږه ٩٠ مسلمان امیدوارانو په پرایمریز یا د سیاسي گوندونو خپل منځو کې شویو انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.

د تنظیم وینا ده چې د نومبر په شږمه نېټه کېدونکو انتخاباتو کې ١٨ مسلمان امیدوارانو د خپلو گوندونو نامزدگي گټلي او ووټونو ته ولاړ دي. د زیاترو مسلمان امیدوارانو تعلق د ډیموکریټک پارټۍ سره دی.

د مسلمانانو یو بل تنظیم امریکن مسلم پبلېک افیرز ترمخه ٨٥ مسلمانان په انتخاباتو کې میدواران دي چې پکې ١٨ مېرمېنې شاملې دي. امریکن مسلم پبلېک افیرز ویلي په دغو امیدوارانو کې نهه په خاوره پاکستانیان او دوه افغانان دي.

د مسلمانانو کاندیدانو به د امریکې په سیاست څه اثر وي؟

د کانگرس په دوو حلقو کې تاریخي حېثیت لري ځکه چې د دوو مسلمانو مېرمنو کانگرس ته د رسیدلو امکان ډیر ښکاري.

رشیده طالب د مشيگن او الهان عمر د منېسوټا ریاستونو نه د ډیموکرېټک پارټۍ په ټکټونو د کانگرس دپاره په امیدوارانې دي او مطبوعاتي رپورټونه ښايي چې کامیابي یې شا او خوا یقیني ده. رشیده طالب په خاوره فلسطینۍ او الهان د صومالیه ده، د منیسوټا د ریاستي اسمبلۍ غړي هم پاتې شوی او پخوا یې د کډوالۍ ژوند هم تېر کړی دی.

که چېرې کامیابي ترلاسه کړی نو دا به وړمبی ځل وي چې دوه مسلمانانې مېرمنې به د امریکې د کانگرس غړیتوب ترلاسه کړي. ددې نه وړاندې مسلمان سړي د کانگرس د غړو په توگه منتخب شوې دي.

په امریکا کې مسلمانان په روایتي توگه د صدر ډانلډ ټرمپ د واک من ریپبلیکن پارټۍ سره نژدې پاتې شوي وو خو د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د حملې ورسته زیاتره مسلمانان د ډیموکریټک پارټۍ سره نژدې گڼل کیږي.

د پېیو ریسرچ څېړنې ادارې ترمخه ٦٦ فیصد مسلمانان د ډیموکریټک پارټۍ سره خپل سیاسي تړون څرگندوي.

مسلمان خبریال وجاهت علي وايي د سپټمبر ١١ مې نېټې د حملو وروسته د امریکې په سیاسي بهیر کې د مسلمانانو په دلچسپۍ کې واضح زیاتوالی ليدل کیږي.

د الجزیر ټیلي وژن سره مرکه کې وجاهت علي وویل د امریکې په سیاسي بهیر کې د مسلمانانو د زیاتې دلچسپۍ یوه وجه د کال ٢٠٠١ د ترهگرۍ د حملو وروسته د مسلمانانو مخالف ردعمل هم دی چې دوی یې لرې کول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG