لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د پوځ خفیه خلايي روباټ خلا ته ولېږل شو


د کال 2009 د ناسا په دې تصویر کې اېکس 37 بي نومې د امریکې خلايي روباټ لیدل کېږي
د کال 2009 د ناسا په دې تصویر کې اېکس 37 بي نومې د امریکې خلايي روباټ لیدل کېږي

په رازدارۍ کې ساتل شوی د امریکې د پوځ اېکس 37 بي نومې روباټ سپېس پلېن یا خود کاره خلايي جهاز، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اووم پرواز خلا ته ولېږل شو.

خلايي روباټ د فېکن هېوي نومي راکټ په زریعه په فلورېډا ریاست کې د امریکې د خلايي تحقیق ادارې ناسا د مرکز نه خلا ته روان شو.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خلا ته د روانېدو نه مخکې د خلايي جهاز پرواز د خراب موسم او د نامعلومه ټېکنیکې مسلو په سبب ځنډول شوی و.

دوه هفتې وړاندې چین خپل شېنلانګ نومې روباټ جهاز خلا ته لېږلی دی. د 2020 راهسې د چینايي روباټ جهاز خلا ته دا دریم پرواز دی، چې په خلا کې د امریکې او چین په رقابت کې د نوي پېچ عکاسي کوي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان د اېکس 37 بي په اړه څه ډیر تفصیلات نه دي څرګند کړي خو د دې د چلولو دپاره د عملې تربیه یو اېس سپېس فورس کوي، چې خلايي تحقیق دپاره د کارکوونکو د تربیت ذمه واري په غاړه لري‌ او د نېشنل سېکیورټي سپېس لانچ پروګرام په سرپرتۍ کې کار کوي. په خلا کې د امریکې د قومي سلامتیا تحفظ د دغه پروګرام مسولیت دی.

د امریکې خلايي روباټ اېکس 37 بي تجارتي جهازونه جوړوونکي کمپني بوینګ په مشترکه توګه تیار کړی دی. دا خلايي روباټ د سپېس شټل په شکل کې په جسامت د بس برابر دی او د خپل مشن پوره کولو وروسته به د عام جهاز په شان په رنوی راښکته کېږي.

دا جهاز خلا ته د سامان رسوولو او په خلا کې د اوږدو پروازونو په مهال د ټېکنالوجۍ د تجربو دپاره تیار کړی شوی دی.

د 2010 راهسې دې جهاز د مختلفو راکټونو دپاسه خلا ته شپږ پروازونه کړي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ خلايي جهاز د سپېس اېکس د طاقتور راکټ فېلکن هېوي دلارې خلا ته ولېږل شو. ممکنه ده چې خلايي جهاز به د ځمکې نه د 35000 کلومېټرو په فاصله په خلا کې پرواز کوي.

د دې نه مخکې اېکس 37 بي د ځمکې نه په 2000 کلومېټره په فاصله کې په خلا کې پروازونه کړي دي.
پېنټګان نه دي ویلي چې سپېس پلېن به دا ځل په څومره اوچتوالي مدار خلا ته رسي.

د اېکس 37 بي دلارې ناسا دا تجربه هم کوي چې د بوټو تخم په خلا کې د زیات وخت دپاره تابکارۍ سره د مخامخ کېدو نه څنګه متاثر کېدلی شي؟ په خلا کې د فصلونو پېدا کولو صلاحیت سپوږمۍ او مریخ ته د اوږدو پروازونو په مهال خلابازانو د ښه خوراک دپاره اهمیت لري.

د چین خفیه ساتل شوي خلايي جهاز د ډسمبر په 14 نېټه خلا ته تللی دی چې د زیات اوچت روباټ نه ګڼل کېږي.
د سپېس فورس جنرل بي چېنس سالټزمېن د دې میاشت په شروع کې د یو کانفرنس په موقع خبریالانو ته وویل هغه توقع کوي چې چین به په مقابله کې هم د امریکې سره په یو وخت خلاف ته خپل روباټ لېږي.

د سالټزمېن خبرې د اېیر اېنډ فورسز مېګزین یا مجله کې شایع شوي او هغه په کې وايي دا هیڅ د حېرانتیا خبره ده نه چې چین د امریکې او امریکا د چین په خلاف پروګرام کې انتهايي دلچسپی اخلي.

په رسمي ډول څه نه دي وېل شوي چې د امریکې خلايي روباټ اېکس 37 بي به په خلا کې څومره وخت تېروي خو توقعو ده چې د کال 2026 د جون د میاشت او یا د دې نه هم وروسته بېرته ځمکې ته راشي.

د دې نه مخکې اېکس 37 بي په خلا کې د دوو کالو نه زیات وخت تېر کړی و او د 2022 د نومبر په میاشت کې ځمکې ته راښکته شو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG