لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو نوي امریکايي مسلمان وړمبۍ روژه


اریم محمد، جرمي رینډال او د جرمي زوی جرمایا
اریم محمد، جرمي رینډال او د جرمي زوی جرمایا

د امریکا په مېرېلینډ ایالت کې یوې نوې واده شوي جوړې جرمي رینډال او د هغه مېرمن اریم محمد په په لومړي ځل په ګډه سره د سږ کال روژه ونیوه. دوي لپاره د روژې میاشت خپل چیلینجونه درلودل.

جرمي چې یو افریقاي عیسوي وو د خپلې مسلمانې میرمنې سره د واده تر مخه د اسلام دین ومنلو.

د اسلام قبلولو په اړه جرمي وايي "زه درې میاشتې مخکې مسلمان شوم. زه یو عیسوي روزل شوی وم او د نوي مذهب یعني اسلام په هکله مې زدکړو ته ډیره اړتیا وه او ډیر څه مې زده هم کړه." هغه وویل د اسلام په اړه زیاتره ښونکي یې د هغه مېرمن او د مېرمنې کورنۍ غړي وو.

اریم محمد مسلمانه زېږېدلې ده، وايي روژه نیول څه اسان کار نه دی. "زه خپل د ژوند ملګري ستاینه کوم ځکه پوهیږمه چې دا یو ساده او اسان کار نه دی."

جرمي وايي د اسلام قبلولو نه وړاندې خپله کورنۍ خبرول ورته مشکل وو. "ما ته په مسلمان کیدو کې او دغه دین ته په راتلو سره لویه ستونزه دا وه چې څنګه خپله کورنۍ د دې خبرې منلو ته تیاره کړم. خو هغوي زما دغې پریکړې ته ډیر ښه ځواب ووایه او ګمان کوم دا ځکه چې هغوي د اریم سره ډیره مینه لري."

جرمي د مارچ په ۱۷ نیټه د میریلینډ په یو اسلامي مرکز کې اسلام قبول کړ. د امیرکايي پیو څیړنیز مرکز د شمیرو تر مخه په امریکا کې ۹٪ نوي مسلمان شوي امریکایان وايي اسلام ته د راتلو لوی علت یې واده دی.

اریم وايي "د یو چا څخه بل دین ته د اوړیدو غوښتنه راته ډیره ګرانه وه او کله چې د هغه کورنۍ ته دا فیصله ورسید نو هغوي ډیر مثبت ځواب ووایو او په دې باوري وه چې هغوي خپل زوې یو صحیح انسان ته سپارلې."

د جرمي لومړۍ میرمنه د سرطان یا کینسر له کبله ۵ کاله وړاندې مړه شوه.

جرمي د وړمبي واده نه یو زوی لري. "زه او زما زوی یوازې اوسیدو. کله چې ما د اریم سره لیدنه وشوه نو زه وپوهیدم چې هغه زما لپاره ډیر خاص وه او ما له ډیرې مودې راهسې د هغې په شان چا سره ملاقات نه وو شوی."

کیدای شي د روژې په هکله هغه کله دومره فکر نه و کړی خو اوس چې د روژې تر پایه راورسید نو ډیر ورته اسانه شو.

اریم وايي "اوس به زه دا نه هره ورځ نه اورم چې اختر ته څو ورځې پاتې دي. او د کلینډر ورځې نه شمارم."

جرمي وايي د روژې په اړه د معلوماتو دپاره په موبایل ټېلې فون یو اېپ استعمالوي.

ایا د جرمي ۱۰ کلن زوی جرمایا هم روژې نیسي؟ هغه نه نیسي. هغه د پلار برعکس په مذهب عیسايي دی.

که څه هم جرمایا به اوس په یوې مسلمانې کورنۍ کې روزل کیږي خو مور او پلار یې په دې فیصله کړې چې هغه به خپل مذهب او دین په خپله ټاکي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG