لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

۲۰۱۸ د امریکايي مسلمانانو د پاره په سیاسی لحاظ یو تاریخی کال و


جهانگير خټک

کال ۲۰۱۸ د امریکی مسلمانانو د پاره په سیاسی لحاظ ډیر تاریخی و. په دی کال کې مسلمانانو د امربکی په سیاست کی د تیرو کلنو په نسبت زیات فعاله کردار ادا کړو.

د کال ٢٠١٨ د نومبر په شپږمه نېټه د منځنۍ مودې ټاکنو کی گڼ شمېر مسلمان کاندیدانو برخه واخیسته. د میډیا راپورونه وايي مسلمان کاندیدانو ‌د خپلو ښارونو او محلو ستونزې د خپل سیاست مرکز جوړې کړې وې چې د امریکې په سیاست کې د مسلمانانو دلچسی ښايي چې په نژدی کلونو کی ډیره کم لیدل شوې وه. د ټاکنو په نتیجه کی د امریکی تاریخ کی‌اول ځل دوه مسلمانې مېرمنې د امریکی کانګریس ته منتخب شوې.

د مسلمانانو سیاسی فعالیت په حواله د ٢٠١٨ په اخر کی دری مسلمان تنظیمونو یو مهم راپور هم جاری کړو چې مطابق یې د ۲۰۱۸ په ټاکنو کی مسلمانانو په د کال ٢٠٠١ د ترهگر بریدونو وروسته په ریکارډ شمیر کی ګډون وکړو. دغه راپور کی د امریکی مسلمانانو سیاسی کردار باندی تفصیلی بحث شوی دی.

د راپور مطابق کال ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ تر مینځ ۲۷۶ مسلمان کاندیدانو د امریکې په انتخاباتو کې برخه واخیسته چې پکی ۱۳۱ بریالی شول او عوامی عهدو ته ورسیدل.

دا راپور دری مسلمان تنظیمونو په شریکه مکمل کړی دی چې پکی کونسل آن امریکن اسلامک ریلیشنز، جیټ پیک او ایم پاور شامل دي.
راپور کی د امریکی تاریخ د کانګربس لومړنۍ مسلمان غړی رشیده طالب او الهان عمر، د کلیولینډ ښار د شورا افریقايي مسلمان غړي بشیر جونز نه علاوه د مسلمان سیاستدانانو د ژوند لنډ حال هم شامل دی.

د دې باوجود چې په امریکا کې مسلمانان د ډیر وخت راهسې میشته دي، خو په سیاست کې یې شرکت ډیر نه گڼل کیږي. خو دریو واړو تنظیمونو د راپور مطابق اوس حالات بدلیږي او مسلمانان اوس په سیاست کې لویه برخه لري.

د پیښور سره تعلق لرونکی سهیل ډپټی چې د تېرو ۳۰ کالو نه د نیویارک لانګ آئلینډ ریور هیډ سیمه کی میشت دی، وايي چې تاریخی لحاظ سره امریکايي مسلمانان د ریپبلکن ګوند سره نژدی پاتی شوی دی خو د پخوانی ولسمشر جارج ډبلیو بش د پالیسو په مخالفت کی‌ مسلمانانو د ۲۰۰۴ ټاکنو نه اول د دی ګوند څخه لاری بیلی کړی‌ او اوس اکثر مسلمان ووټران خپل ځان د ډیموکریټک ګوند حصه گڼي.

دا نوی‌ راپور‌هم د‌ مسلمانانو د دغه رويي عکاسی کوي او وايي چې ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ ټاکنو کی‌ برخه اخستونکی مسلمان کاندیدانو یو درند اکثریت د ډیموکریټک ګوند په ټکټ میدان ته راکوز شول.

د راپور وینا ده چې ۱۳۵ مسلمان کاندیدانو مقامی ټاکنو کی برخه واخیسته چې پکی ۷۵ بریالی شول. کانګریس د پاره مسلمان کاندیدانو۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ تر مینځ ۱۶ ملیون ډالره په چندو کی جمع کړې وې.

د امریکائ سیاست کی ګډون په حواله د‌ مسلمانانو تنظیم کیئر مشر نها د اواد وايي چې دا سیاسی بدلون د امریکی جمهوری تاریخ یو مهم اړخ دی. د هغه وینا ده چې سیاست کی برخه اخستونکی مسلمانان د خپل مذهب نه هدایت اخلی خو د هغوی سیاسی نظریات مذهبی نه دي.

د مسلمانانو یو بل تنظیم جیټ پیک مشر شان کینیډی وايي چې عوامی عهدو باندی مامور مسلمانان به صرف د مسلمانانو خدمت نه کوی بلکه هر امریکايي غړی حقوقو او مسئلو حل دپاره کار کوي.

د نیویارک سره تعلق لرونکی یو بل اسلامی تنظیم ایم پاور چینج مشره ِلنډه سرسور هیله لری چې ۲۰۲۰ ټاکنو کی د مسلمانانو کامیابي به ۲۰۱۸ نه هم زیاته وي.

مسلم سنټر نیویارک صدر سید عدنان بخاری په رای کی د مسلمانانو په سیاست کی د دلچسپی یوه لویه وجه د امریکی بدلیدونکی سیاسی فضا هم ده. د وي او ای ډیوه سره په یوی مرکه کی هغه د مسلمانانو په سیاست کی نوی‌ دلچسپی دوا ممکنه لوی وجوهات په ګوته کړل. ”زما په نظر د مسلمانانو سیاسی فعالیت وجه هغه مختلفی ستونزی دی چې هغوي ورسره مخامخ دي . دی نه علاوه مسلمانانو دوهم او دریم نسل ځوان شو‌ چې سیاست کی خپل واک‌ تر لاسه‌ کول غواړی.“

عدنان بخاری وايي چې مسلمانان د امریکی سیاست او د دی کورنی او بهرنی پالیسو کی خپل سوچ و فکر‌عکاسی کتل غواړی چې د هیواد د سیاست نه‌ باهر پاتیکیدو سره نشی حاصلی دی.

XS
SM
MD
LG