لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان  17 کلنۍ جگړه ولې نه ختمېږي؟


په افغانستان کې د وسله والو گوندونو په ضد د امريکه د جگړې نزدې 17 کاله پوره کیږي خو نه امريکایان او نه افغانان په سپينو او سکوټو ټکو کې دا ویلې شي چې ددې جگړې اختتام به کله کیږي؟ او ایا دا به په گټه که په بیلات تمامیږي-

په اسلام اباد کې افغان سفير او د صدر اشرف غني ځانگړی استازی ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وايي دا ځکه چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تگ لاره کې څه بدلون نه ويني- هغه ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې اوویل خوش بينه دی چې د دواڼو هیوادونو ترمنځه اړيکې به سمې شي خو د حقاني شبکې په حقله ځمونږ غوښتنه لا منل شوې نه ده " مونږ چې څه پخوا ویلي دي په هغې کې څه بدلون نه دی راغلی، کوم مو چې باور دی په هغې کې هيڅ تغير نه دی راغلی"

ښاغلی زاخیلوال څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي مشر جنرال قمر باجوه سره ه ليده کاته کړي وو- ددغې ملاقات ورستو هم دا اونۍ د پاکستان د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستاني جر نیلانو یوه غونډه شوې ده
ښاغلی زاخیلوال څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي مشر جنرال قمر باجوه سره ه ليده کاته کړي وو- ددغې ملاقات ورستو هم دا اونۍ د پاکستان د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستاني جر نیلانو یوه غونډه شوې ده

د حضرت عمر زاخیلوال په حقله دا گمان کیږي چې هغه د دواڼو هیوادونو د اړيکو سمولو لپاره دنور کله په پرتله سفارتي هلې ځلې سوا کړي دي- ښاغلی زاخیل وال د تعلقاتو ښه کیدلو ته خوش بينه ښکاري خو دې خبرې منلو ته تیار نه دی چې گني پاکستان د افغانستان په حقله په خپله تگ لاره کې څه بدلون راوستې دی

ښاغلی زاخیلوال څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي مشر جنرال قمر باجوه سره ه ليده کاته کړي وو- ددغې ملاقات ورستو هم دا اونۍ د پاکستان د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستاني جر نیلانو یوه غونډه شوې ده – دې غونډې ته د پوځ مشر قمر جاوید باجوه اوویل چې دترهگرو خلاف بغير د څه فرق نه عمیلیات کوي او دا چې دترهگرۍ خلاف جگړه کې ېې سترې قربانۍ ورکړي دي- هغه دا هم ويلي دي چې پاکستان په افغانستان کې امن او ثبات غواړي-

ډاکټر زاخیلوال وايي دوي دا مني چې پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه کوي " مونږ په پاکستان کې د ترهگرۍ خلاف د جگړې پلوي یو خو چې په هغويي کې ښه او بد ونه لټول شي"

د افغانستان لخوا د پاکستان په کردار د شکونو سره سم امريکايي مشران هم په دې خوشحاله نه دي چې پاکستان اوس هم د افغانستان او د امريکې د دښمنانو سره کمک کوي-

تېره اونۍ په امريکايي مطبوعاتو کې رپورټونه چاپ شو چې صدر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د روانې اوږدې جگړې د سکوټو نتيجو په نشتوالي ناقلاره دی- داگست په دویمه نیټه د این بي سي نیوز د خبر سرخي وه " د جرنیلانو سره په غونډه کې ټرمپ ويلي امریکه په افغانستان کې جگړه بایلي" صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د خپلو مشیرانو ېوې غونډې ته دا هم وویل " مونږ نزدې د اوولسو کالو راهسې په افغانستان کې یو- زه غواړم چې معلوم کړم ولې مونږ هلته دومره موده تیره کړله - هلته څه روان دي او مونږ په دې لړ کې نور څه کولې شو"

د صدر ټرمپ دد ې خبرو ورستو د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار جنرل مک ماسټر اوویل چې صدر ټرمپ غواړي پاکستان دې د وسله والو د ملاتړ خپله تگ لاره بدله کړي- دمک ماسټر په خیال د تر هگرۍ خلاف د پاکستان تگ لاره د تضاداتو څخه ډکه ډه-

جنرل مک ماسټر دامرېکې یو زاړه پالي خبریال هیو هيوټ ته په مرکه کې دا هم ویلي وو – "صدر په ډاگه ويلي دي چې په سیمه کې د موجودو،هیوادونو په رویه کې بدلون لیدل غواړي، هغه هیوادونه چې طالبانو، حقاني ډلې او نورو تنظیمونو ته پناه ځایونه او مرکزونه ورکوي،"

د پاکستان د انگریزۍ ژبې یو اخبار ډان ليکي دا وړمبی ځل دی چې وسله والو سره د پاکستان د ملاتړ خبره د صدر ډانلډ ټرمپ له قوله رپورټ شوې ده-

تمه ده د صدر ټرمپ حکومت به ډیر زر د پاکستان او افغانستان لپاره د نوی تگ لارې اعلان وکړي- د امريکې د بهرنيو چارو وزير ټیلرسن ویلي دي چې د افغانستان او سيمې په اړه دامریکا نوې تګلاره به د سياسي او امنيتي حالاتو په رڼا کې اعلانېږي.

ښاغلي ټیلرسن دا هم ويلی دي چې د جګړې نه پرته دافغان ستونزې هواري دپاره نورې لارې چارې هم شته دی - هغه وايي چې جګړه په دې خاطر نه کوي چې گني بله لار نشته-

ټیلرسن دا خبره په داسې حال کې کړې چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازي او د امريکا د استخباراتي ادارې (سي اى ای) مشر کابل ته د سفر نه وانشگټن ته ستانه شوي دي –

د څیړونکو په خیال د امريکه د نوې تگ لارې په جزیاتو کې په پاکستان د نورو بندیزونو او د وسله وال گوندونو سره د خبرو اترو کولو امکانات ويني-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG