لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرو په امریکې حمله کړې ده


د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نېټې په سحر جهانگیرخټک په نیویارک کې په خپل کور کې د خوبه بېدار شو و او ملگري سره یې په ټېلې فون د رابطې کوښښ کولو خو ټېلې فون کار نه کولو. د څو کوښښونو وروسته یې د ټېلې فون کمپنۍ ته یې ټېلې فون وکړو او هلته ورته د کمپنۍ استازي وویل چې ټېلې وگوره.

جهانگیر خټک چې اوس د وي او ای ډیوه سره د نیویارک څخه د خبریال په توگه کار کوي، د دغه تاریخي سحر یادونه په دې ډول بیانوي:

د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د یولسمې نېټې د ترهگرو حملو خبر ما په ډرامايي ډول ترلاسه کړو.

د نیویارک د ورلډ ټرېډ سېنټر په غبرگو ودانیو د جهازونو د حملو نه اووه گنټې مخکې زه د خپلې کورنۍ سره د پاکستان د سفر څخه بېرته د نیویارک په جان ایف کېنېډي هوايي ډگر راکوز شوی وم.

د ناین الېون په حملو کې د وژل شویو کسانو په یادگار کې د ساره خان نوم هم لیدل کیږ
د ناین الېون په حملو کې د وژل شویو کسانو په یادگار کې د ساره خان نوم هم لیدل کیږ

کور ته د رسیدو نه پس وده شوم. سهر نهه بجی د راویښدو نه پس یو ملګري سره د خبرو دپاره مې خپل موبایل راواخیستلو خو د ټېلې فون کرښه نه برابریده. بیا مې یو دوو نورو نمبرو ته د ټېلې فون کوښښ وکړو خو د ناکامی نه پس مې د کور ټلیفون یا لینډ لائن نه مې د شکايت په غرض د موبایل کمپنۍ ته کال وکړو.

هم "هیلو، څه وجه ده چی ځما ټېلې فون زنګ نه تیریږی. ډیر کوشش ‌نه باوجود هس ‌یو نمبر هم نه ترلاسه کېږي،" ما د سپرنټ نومې کمپنی د نماینده نه پوښتنه وکړه.

"تاسو ټېلې وژن کتلی دی؟" د کمپنۍ نماینده ځما نه پوښتنه وکړه. "نه ځما ټېلې وژن خو بند دی."

د ټېلې فون کمپنۍ نماینده راته مشوره راکړه چې ټېلې وژن وگوره.

ټېلې وژن په کتلو مې د ناقابل یقین تصویران مخې ته راغلل.

ما ولیدل چی ځما د کور نه قریبا ١٥ میله لری د نیویارک ښار په مین هېټن علاقه کې د امریکی تر ټولو اوچتې ودانیو ورلډ ترېډ سینټر کې یو بلډنګ په لمبه دی او تور لوګی ترې خېږي.

د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن بیا بیا اعلانونه کول چی ترهگرو په امریکې حمله کړې ده، د بوسټن نه لاس اینجلس ښار ته په سفر‌ فلایټ ۱۱م ترهګرو هايي جېک کولو نه پس سحر ۸.۴۶ بجې د ورلډ ټریډ سینټر د شمالي ټاور ۹۳ منزل سره ټکر ‌کړی دی. د خبرونو تر‌مخه دغه ‌الوتکه کې ۹۲مسافر سواره وو او په الوتکه د قبضه کونکو ډلې مشري محمد عطا کوله.

د ورلډ ټرېډ سېنټر د پخوانۍ ودانۍ ځینې برخې اوس محفوظ ساتل شوې دي
د ورلډ ټرېډ سېنټر د پخوانۍ ودانۍ ځینې برخې اوس محفوظ ساتل شوې دي

د امریکی په شان محفوظ هیواد په خاوره حمله؟ په خپلو سترګو او غوږونو مې یقین نه راتلو.

د حیرانۍ، پریشانۍ او خفګان په کیفیت کی ټی وی ته لږ نور ‌هم ور نژدې ودرېدلم چی راتلونکو خبرونو یو ټکی هم را نه پاتې نشي.

ورلډ ټرېډ سېنټر په نښه شوی دی. دا ودانۍ ١١١منزله اوچته وه. ترهګرو الوتکه د دی ۹۳یم منزل سره وجنګوله چې له کبله یې د ودانۍ تر د ۹۹ منزله پورې اور ولگېدو. د عمارت په دغو منزلونو کی ګیر ډیرو خلکو د اور نه بچ کېدو په خاطر باهر دانگل پېل کړل خو په دې ډول ځان بچ کول ناممکنه خبره وه.

په بې وسۍ او کرب کې مې د لوړې ودانۍ نه د ژوندي انسانانو د دانگلو دا خوفناک منظر ولیدلو. په دې مهال دا خبرونه راغلل چې د امریکن او یونایټډ ایرلاینز لږ تر لږه درې نورې الوتکې تښتول شوې دي.

او بیا د ورلډ ټرېډ سېنټر په لومړۍ ودانۍ د حملې ۱۷ منټه وروسته ناڅاپه د مسافرو بله الوتکه د مېن هېټن په اسمان ښکاره شوه او د ورلډ ټرېډ سېنټر د شمالي ودانۍ نه د یو څو گزو په فاصله ولاړې ساوت ټاور یا جنوبي منارې سره ټکر شوه، د اور لویه لمبه اوچته شوه او په ودانۍ اور ولگېدو. دا د یونائټډ ایرلاین فلایټ ۱۷۵ و چی د جنوبی ټاور ۷۵ م منزل سره ټکر شو. په یو سو منټونو کی‌ ‌د اور لمبی ۸۵ م منزل ته ورسېدې او بیا په ودانۍ کې موجودو خلکو لاندې دانگل شروع کړل.

او بیا د سحر په ۹٬۵۹ بجې د ساوت ټاور ودانۍ راوغورځېدله. ۲۹ منټه وروسته نارت ټاور هم رانسکور شو.

هم‌ په دې مهال په واشنګټن کی د امریکی د دفاع وزارت یا پېنټگان هم حمله وشوه. د مسافرو دریمه تښتول شوي الوتکه چې پکی ۶۴ مسافر سواره وو د پېنټگان ودانۍ سره وجنگول شوه.

په دې مهال څلورمه هايي جېک شوي الوتکه په پنسلوېنیا ریاست کی په داسې حال کې راوغورځېدله چی په جهاز کې مسافرو الوتکه تښتونکو د نیولو کوښښ وکړو او د الوتکې کاکپټ ته ورننوتل.

د ورلډ ټرېډ سېنټر سره نژدې د حملو په یادگار کې یو میوزیم یا عجایبخانه هم ده
د ورلډ ټرېډ سېنټر سره نژدې د حملو په یادگار کې یو میوزیم یا عجایبخانه هم ده

قریباً پاوکم دوه ساعتو پورې جاري دغو خونړي بریدونو د ٣٠٠٠ نه زیات بې گناه امریکیان ووژل او په زرگونو نور یې زخمیان کړل. د امریکې په تاریخ یې ژور نقش چاپ کړو.

د امریکی د مسلمانانو د یوې انګریزۍ ورځپاڼې مدیر په حېث ما ته دنیا بدله ښکاره شوه.

په امریکا کی سیاست بدل شو، صحافت بدل شو، قانون بدل شو او‌نړۍ خپله توجه یو داسی دښمن ته ماتې ورکولو ته واړوله چی اوس په تاریخ کی د ترهګرۍ پر ضد جنګ په نوم یادېږي.

امریکې القاعده او طالبانو ته شکست ورکولو د پاره په افغانستان یرغل وکړ.

په امریکی کی دننه عام وګړو ته تحفظ ورکولو په غرض انتظامي بدلونونه وشول. د هوم لینډ سکیورټی په نوم د هېواد د امنیت دپار نوي محکمه جوړه کړی شوه. د امریکایانو شخصي ازادۍ محدودې شوې او د سکیورټي داسې ګامونه واخیستل شو چی د امریکې په تاریخ کی یی ډیر کم مثالونه موندل کېدږي.

د یولسم ‌سپټمبر بریدونو کی‌ لږ تر لږه ٣٠ مسلمانانو هم ژوند بېللی چی پکی د کراچی سره تعلق لرونکی د نیویارک‌ پولیس ګیډټ ۲۳کلن محمد سلمان همدانی هم‌ شامل دی. همدانی په ورلډ ټرېډ سېنټر د بریدونو نه پس هلته امدادي کار دپاره ورغلی و خو بیا ژوندې ونه لیدل شو.

د همدانی مور طلعت همدانی ۲۰۱۷ کی د امریکې اېن پي ار رېډیو ته مرکه کې د خپل غم اظهار په داسی الفاظو کی بیان کړو چی کم د ترهګرۍ په دغو بریدونو نه د اغېزمنې هرې مور د جذباتو ترجماني کوي.

د ورلډ ټرېډ سېنټر په ځای نوي وداني جوړه کړی شوی چې ١٧٧٦ فټه اوچتوالی لري
د ورلډ ټرېډ سېنټر په ځای نوي وداني جوړه کړی شوی چې ١٧٧٦ فټه اوچتوالی لري

د خپل زوي په مرگ مېرمن طلعت همداني وايي "د انسان په ژوند کې یوه لویه خلا پیدا شي هرکله چې هغه خپل بچی بېلي. دا د نامکملۍ یو احساس دی چې ته یې همیشه محسوسوې. هغه (سلمان همداني) ماته د مور خوشحالۍ راکړې او د مور غم یې هم راکړو."

ناین الیون ترهګر بریدونو د امریکی معیشت ته د اربونو ډالرو نقصان ورسولو.

دغه خونړۍ پېښې زرګونه کورنۍ وېجاړې کړې. په امریکا کې مطبوعات اوس هم د زرګونو په شمیره کې د هغو مېندو مرکې نشر کوي چې بچي یې د ناین الېون په حملو کې تللي دي، د خویندو روڼه د مرگ په خوب اوده شوي، تور سرې کونډې شوې، د سپین سرو د ژوند ملاتړي تللي، په زرگونو ماشومان یتیمان او یسیران شوي.

څېړونکي وايي د ناین الیون حملې د امریکې د تاریخ یو ‌داسی زخم دی چی درد یی خپل او ‌پردي هرڅوک محسوسوي. زه هم‌ پکې شامل یم.

د ناین الېون بریدونو کلیزه ډیره په احترام نمانځل کېږي. په ټوله امریکا کې خصوصي دستورې او غونډې کېږي.

په نیویارک ښار کی د ورلډ ټریډ سینټر پر ځای یو یادګار جوړ کړی شوی دی چی ورته هره ورځ د زرگونو په شمیره کې خلک رازی او د ترهګرۍ په بریدونو کی ژوند ورکونکي یادوي او خپلو مذهبي او عقیدو سره سم ورته دعاگانې کوي.

د دی بریدونو د کلیزی په ماښام د یادګار د آبشار سره نژدی په یوه گلدسته کې امریکایان نړۍ ته واضحه پېغام ورکوي: مونګ به مو کله هم هیر نه کړو
د دی بریدونو د کلیزی په ماښام د یادګار د آبشار سره نژدی په یوه گلدسته کې امریکایان نړۍ ته واضحه پېغام ورکوي: مونګ به مو کله هم هیر نه کړو

هم دغه یادګار سره نژدی د فریډم ټاور نومې نوي وداني هم مکمل کړی شوې ده چی د ورلډ ټرېډ سېنټر د پخوانیو ودانیو نه زیاته لوړه ده. د دی ودانی اوچتوالی ۱۷۷۶ فټ دی چې د امریکې د ازادۍ کال څرگندوي.

د دی بریدونو د کلیزی په ماښام د یادګار د آبشار سره نژدی په یوه گلدسته کې امریکایان نړۍ ته واضحه پېغام ورکوي: مونګ به مو چیري هم هیر نه کړو

د نورو امریکانیانو په شان د امریکی د تاریخ تر ټولو خونړۍ ترهگر بریدونو اثر او اغیز زما په شان د تاریخ طالبعلمان نن هم احساسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG