لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکې د ٩/١١ حملو ١٧ م کال


د واشنگټن سره نژدې په ورجینیا ریاست کې د پوټومک دریاب په غاړه د دفاع وزارت یا پېنټگان کې به خصوصي دستوره کولی. د ٩/١١ په حملو کې یو جهاز د پېنټگان په ودانۍ هم راغورځیدلی و
د واشنگټن سره نژدې په ورجینیا ریاست کې د پوټومک دریاب په غاړه د دفاع وزارت یا پېنټگان کې به خصوصي دستوره کولی. د ٩/١١ په حملو کې یو جهاز د پېنټگان په ودانۍ هم راغورځیدلی و

امریکایان به د نهې، سه شنبې، په ورځ د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې حملو ١٧ م کال لمانځي. د القاعده په دغه حملو کې تر ٣٠٠٠ پورې کسان وژل شوې دي.

د امریکې صدر ډانلډټرمپ به د پېنسیلوینا ریاست په شینکسویل کلي چې په یوه دستوره کې برخه اخلي. په دغه کلي کې د سپټمبر ېه ١١ مه نیټه هغه جهاز غورځیدلی وو چې حمله کونکو د تښتولو کوښښ کولو خو په مسافرو پرې نه ښودو. د یوناېټډ ائېرلاینز جهاز په شېنکسویل کې غورځیدو. اوس هلته په جهاز کې د وژل شوو کسانو په یاد کې یادگار جوړ کړی شوی دی.

د خالي، شنبې، په ورځ یو یبان کې وایټ هاوس د سپټمبر د میاشت د اومې نېټې نه تر د نهمې نېټې پورې د دعاگانو قامي او په حملو کې د وژل شوو کسانو د یادونې ورځې وټاکلې.

د وایټ په بیان کې ووژل شو چې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نېټې حملو به د نیویارک په لارو کوڅو، د پوټامک دریاب په ساحل او د پېنسیلوینیا د شېنکسویل په میدان د قام د ایمان امتحان اخیستی وي خو "زمونږ قوت او د بیا راپورته کېدلو صلاحیت" کې هیڅ کمی نه دی راغلی.

د واشنگټن سره نژدې په ورجینیا ریاست کې د پوټومک دریاب په غاړه د دفاع وزارت یا پېنټگان کې به خصوصي دستوره کولی. د ٩/١١ په حملو کې یو جهاز د پېنټگان په ودانۍ هم راغورځیدلی و.

په نیویارک کې په گرانډو زیرو یا د ورلډ ټریډ سېنټر په مقام به په حملو کې ژوندې پاتي او د وژل شوو خلکو خپلوان راجمع کیږي. په دې موقع به د رڼا دوه شعاگانې د وژل شوو خلکو په یاد کې د اسمان په لوري پورته کولی شي.

په امریکې د سپټمبر د حملو پړه القاعده منلې وه چې د امریکې په خاوره د کال ١٩۴۴ د چاپان د حملې نه ورسته تر ټولو خونړۍ حملې وې او په نتیجه کې یې د امنیت په اړه د امریکې سوچ بدل کړو.

د سپټمبر د حملو په نتیجه کې د هغه وخت صدر جارج ډبلیو بش د ترهگرۍ خلاف د جنگ اعلان وکړو او په افغانستان کې یې د طالبانو په حکومت یرغل وکړه.

شا او خوا دوه لسیزې ورسته هم د ٩/١١ حملې د هغه خلکو دپاره د خفگان یادگار دی چې خپلوان یې پکې وژل شوې دي.

د مېرمن مېري فیشی زوی بریډ د ورلډ ټریډ سېنټر په جنوبي ودرانۍ کې و او پلار ته یې وویل چې هغه محفوظ دی. په دغه وخت یو جهاز د ورلډ ټریډ سېنټر شمالي ودانۍ ووهله. او بیا بل جهاز د ورلډټریډ سېنټر هغه ودانۍ هم ووهله چې بریډ پکې و.

د بریډ مور وايي په هغه ټوله ورځ یې انتظار کولو چې زوی به ورته د خپل خېریت ټېلې فون وکړي خو وې یې نکړو.

د سپټمبر د میاشت په اخېره کې مېرمن مېري د خپل زوي په یاد کې دستوره ونمانځله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG