لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې لا دا تصدیق نه دی کړی چې ترک ځواکونو د داعش مشر وژلی دی


د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې هغه په شمالي شام کې هغه کور لیدل کېږي چې ترکي وايي ځواکونو يې په کې د داعش مشر ابوالحسېني وژلی
د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې هغه په شمالي شام کې هغه کور لیدل کېږي چې ترکي وايي ځواکونو يې په کې د داعش مشر ابوالحسېني وژلی

امریکې تر اوسه دا تصدیق نه دی کړی چې ترک ځواکونو د داعش وسله والې ډلې موجوده مشر د شام په شمال کې وژلی دی.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د اتوار، يکشنبې، په ورځ ټي ار ټي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل چې د ترکې استخباراتي ادارې د خالي، شنبې، په ورځ د داعش مشر ابوحسېن الحسېني القرېشي په شام کې په عملیاتو کې وژلی دی.

د ترکي مطبوعاتو د امینتي سرچینو له قوله ویلي چې ترک ځواکونو د شام په شمال کې په جندیرس کلي کې عملیات وکړل او دا ترک ځواکونو د تېر څه وخت راهسې داعش د مشر څارنه کوله.

په کومه علاقه کې چې وېل کېږي ترک استخباراتو عملیات کړي، د ترک پلوه وسله والو په قبضه کې ده.

یو امریکايي چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې تر اوسه واشنګټن داسې څه نه دي ليدلي چې وښښۍ د داعش مشر وژل شوی دی.

امریکايي چارواکي وویل دا تصدیق نه شي کولی چې د داعش مشر وژل شوی دی او د دغه دعوې په ملاتړ کې څه معلومات نه لري.

د وي او ای رپورټ وايي د داعش د مشر په اړه څه ډېر معلومات نشته د دې نه زیات چې لقب یې ابو الحسېن دی.

د ابو الحسېني نوم په لومړي ځل د تېر کال د نومبر په میاشت کې مخې ته راغلو چې داعش هغه د ابو الحسن الهاشمي القرېشي د مرګ نه پس هغه د القرېشي د جانشین او د ډلې د نومي مشر حېث اعلان کړو.

امریکايي مامورینو وي او ای ته وویل چې د خپل جانشین برعکس ابو الحسېن د داعش په هغو غړو کې نه دی شامل چې د ډلې بنیاد يې اېښودی و بلکې هغه د داعش د نوي کول په مشرانو کې شامل دی چې ډله په وړاندې بيايې.

هغه استخباراتي معلومات چې امریکي او د متحده قومونو غړو ملکونو شریک کړي او په تېر یو کال کې شایع شوي، ښښي چې د ابوالحسېن په شان د داعش مشران کوښښ کوي چې په عامو ځایونو کې ډیر ښکاره نه شي او دا ډول د داعش د۱۳ نورو مشرانو په شان د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې په هدف نه کړی شي. د داعش دغه مشران د ۲۰۲۲ راهسې وژل شوي دي.

په وژل شویو وسله والو کې عبدالهادي محمود الحاجي علي هم شامل دی چې تېره میاشت په امریکايي حمله کې د شام په شمال کې وژل شوی دی. علي په مبینه توګه په یورپ کې د حملو او د غیرملکیانو د تښتولو سازش کولو.

د وي او ای رپورټ وايي دا لومړی ځل نه دی چې ترکي د داعش خلاف د لوی کامیابۍ اعلان کړی دی.

تېر کال د می په میاشت کې ترک چارواکو وویل چې د ابو الحسېني پېش رو يې په استنبول کې نیولی دی.

امریکايي او مغربي استخباراتي چارواکو وروسته وویل ترکي بې ځایه دعوه کې او نیول شوی تن په اصل کې بشار غزل لاصمدي و چې د داعش په مشرانو کې شامل و.

ترکي کې د می په ۱۴ انتخابات کېدونکي دي او اردوان په کې هم امیدوار دی.

داعش د مشر په اړه د اردوان د دعوي په لړ کې وي او ای په واشنګټن کې د ترکي سفارتخانې سره رابطه وکړه خو تر اوسه يې جواب نه دی ترلاسه کړی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG