لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما به د ایټم بم ځپلې جاپاني ښار هیروشیما دوره کوي


په هیرو شیما د ایټم بم د غورځیدو منظر
په هیرو شیما د ایټم بم د غورځیدو منظر

د امریکې صدر براک اوباما به دا هفته د جي سیون هیوادونو د سرمشرانو په غونډه کې شرکت دپاره جاپان ته ځي او د دورې په مهال به د ایټم بم ښکار شوي جاپاني ښار هیروشیما سفر هم کوي چې د نړۍ پام د شمالي کوریا د ایټمي پروگرام له خوا خطرا ته وکړي.

د کال ١٩۴٥د اگست د میاشت په شپږمه نیټه امریکا د جاپان په هیرو شیما ښار باندې د نړۍ وړمبي ایټم بم وغورځولو. په ښار او شا او خوا سیمو کې د بم او د تابکارۍ دلاسه تر یو لاک او څلویښت زرو پورې خلک وژل شو.

اوس د هیروشیما په مرکز کې د یروشیما پیس میموریل پارک په نوم د هغه خلکو یادگار موجود دی چې په دغه پیښه کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

لکه د یو کم اتیه کلن کائیکو اوگوره په رنگ په ایټمي حمله کې ځېنې ژوندې پاتې خلک غواړي چې صدر اوباما دا خبره تسلیم کړي چې د ایټمي وسلو استعمال څومره تباهي رامینځته کوي.

کائیکو اوگوره وايي د مرگ نه مخې د امریکې د موجوده صدر مخ کتل غواړي، دا څه د معافۍ غوښتنې خواست نه دی، غواړي چې د هغه سره په شریکه په حمله کې مړو خلکو دپاره دعا وکړي.

د هیروشیما د یادگار سره عجائبخانه کې د نړۍ د وړمبي ایټم بم ورسته د استعمال ورسته تصویران او نور شیان محفوظ کړی شوي دی.

اوگوره وايي هغه د اتو کالو وه چې په هیرو شیما ایټم بم راوغورځول شو او د چاودنې زور هغه ځمکې ته نسکوره کړه.

اوگوره وايي کله چې هغه هوش کې راغله نو هر خو تیاره وه څه لیدل کیدی نشو او خاوموشي وه.

سوناؤ سوبوي په هغه ورځ سخت وسوزیدو او د خپل ځان بچ کولو دپاره مړو دپاسه يي پښې کښیودې وې.

سوناؤ وايي په دغه کسانو کې یو کس ژوندی هم و او د هغې پسې يي نعرې پورته کړې.

په جنگ کې د گټې ورسته فاتح قوت وویل جنگ د وخت نه وړاندې د ختمیدو له امله د گڼ شمیر امریکایانو ژوندونه محفوظ کړی شول. خو ایټم بم د لاسه په زرگونو بې گناه خلک وژل شوي دي چې پکې هغه خلک هم شامل دي چې د ایټمي تابکارۍ په وجه د شوي کینسر ترې ژوندونه اخیستې دي.

د هیروشیما ایټم بم ژوندي پاتې خلک دا امید لري چې د صدر اوباما ښار ته دوره د ایټم بم د استعمالو د امریکې په فیصله به بحث بیا راتازه کړي او د نړي والې ټولنې دا لوظ به هم قوي کړي چې په ائنده کې به ایټم بم نه استعمالوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG