لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صدر اوباما جومات ته تگ مسلمانانو سره یوالی ښائي، سپینه ماڼۍ


د سپېنې مانړۍ چارواکي وايي صدر براک اوبامه به د راتلونکې شورو په ورځ دميرېلېنډ اېالت په بالټیمور ښار کې جومات ته ځي

په داسې مهال چې د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ د صدارت ځنې ممکنه امیدواران هیواد کې د مسلمانانو په اړه منفي څرگندونې کوي، صدر براک اوباما به په میري لینډ ریاست کې یو جومات ته ورځي.

د امرېکا خبري اداره ای پی وايي چې د صدر اوبامه د سفردا وخت ډېر مهم دی ځکه چې په ورستېو کې د فرانس پېرس ښار او د امرېکا کېلېفونورنېا اېالت کې اسلامي تندلارو لخوا ترهگر برېدونو د مسلمانانو په اړه ځنې خلکو په ذهنونو کې شکونه راپورته کړي.

د سپېنې مانړۍ چارواکي وايي صدر براک اوبامه به د راتلونکې شورو په ورځ دميرېلېنډ اېالت په بالټیمور ښار کې جومات ته ځي.

دا به وړمبی وار وي چې براک اوباما به د خپل صدارت په وخت کې د یو جومات دوره کوي.

د سپېنې مانړې لخوا جاری شوې ېو بېان کې ویلي شوي چې د صدر اوبامه له خوا جومات ته د ورتلو مقصد د امرېکا د مسلمانانوسره ېوالی ښودل دي. د بیان ترمخه صدر اوبامه به په دې موقع د بالټېمور ښار د اسلامک سوسائټې ځنې غړو او دغلته پاتې کېدونکې مسلمانانو د ټولنې د خلکو سره به ويني.

د سپېنې مانړې بیان زېاتوي چې د امرېکائي صدرجومات ته د ورتلولو یو هدف دا هم دی چې د امرېکائي مسلمانانو امرېکائي ټولنې کې مهم کردارعامو مرېکاېانو ته په ډاگه کړی شي.

په امرېکا کې دا وخت د مطبوعاتو ترمخه لږتر لږه ٧٠ لاکه مسلمانان اوسېږي چې لکه د افغانستان، پاکستان، منځني ختیز، افریقا او ایشیا په شمول نړۍ د مختلفو مسلمانانوهېوادنو سره تعلق لري. د څیړنې ادارې پیو رېسرچ ترمخه امرېکا کې ٧٧ فیصده د امریکا شهرېت لري.

په امرېکا کې مسلمانان مختلفو ښارونو او ا ېالتونو کې اوسېږي ، دوي د خپلو هېوادونو په رنگ جوماتونه او ټولېنېز مرکزونه لري. دوي ښه په اذادۍ سره خپل عبادتونه او نور مذهبي رسمونه ترسره کوي. دوي په سیاست کې ښه فعاله دي، تعلیمي ادارو کې په غټه شمیره کې تعلیم ترلاسه کوي او حکومتي ادارو لکه د نورو امریکایانو په رنگ خدمات ترسره کوي.

د کال ٢٠١٦ د صدارتي انتخاباتو دپاره د ریپبلیکن پارټۍ ځنې امیدواران په خپلو تقریرونو کې هیواد د ترهگرۍ د خطر نه محفوظ ساتلو په خاطر د مذهبي تندروۍ او مسلمانانو د کردار په اړه هم خبرې کوي. د ریپبلیکن پارټۍ یو اهم رهنما او صدارتي امیدوار ډونلډ ټرمپ ویلي په مسلمانانو دې امریکې ته په راتگ پابندي ولگولی شي.

خپله صدر اوباما او د هغه د واک من ډیموکریټک پارټۍ غړو د ټرمپ د وینا مخالفت کړی دی. دوي وايي داسې وینا د امریکائي اقتدارو نمائندگي نه کوي.

XS
SM
MD
LG