لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او چین چارواکي د خپلو غیرارادي شخړو د مخنیوي لپاره نن په واشنګټن کې خبرې کوي


د امریکې د بهریو چارو وزارت مرستیال کرټ کمپبېل نن په واشنګټن کې د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ما جاوشو کوربه دی، د دوی د لیدو مقصد دا دی چې د خبرو لارې پرانیستې وساتل شي او د ناسم حساب کتاب او په ځانګړې توګه د شخړو په وخت د غیرارادي لانجو مخه ونیول شي.

ټاکل شوې چې له دوو ګنټو مخامخ خبرو اترو وروسته به د امریکې او چین چارواکي په بهرنیو چارو وزارت کې د غرمې ډوډۍ وخوري او ماسپښین به د امریکې د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر له ما جاوشو سره خبرو ته دوام ورکړي.

ما جاوشو واشنګټن ته دا سفر په اپرېل کې شانګهای او بېجینګ ته د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن له سفر وروسته کړی.

چارواکي وایي دا له چین سره د امریکې ژورې سفارتکارۍ جوړولو اراده څرګندوي چې غواړي په ذمه وارۍ سره حتی په هغو برخو کې هم تر خپل منځ د سیالۍ اړیکې جوړې کړي چې دواړه هیوادونه سره پرې متفق نه دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وي او اې ته وویل، څنګه چې امریکا د خپلو ګټو او ارزښتونو او د خپلو متحدینو او شریکانو د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي له چین سره هم ورته دوه اړخیز اقداماتو ته پام کوي:

"موږ له چین سره له مخامخ سفارتکارۍ هم کار اخلو چې یو بل له خپل موقف او ارادې په روښانه او مخامخ توګه سره خبر کړو او د هغو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په برخه کې پرمختګ وکړو چې د امریکا خلکو او نړۍ ته مهمې دي".

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، ما جاوشو به د می له 30مې د جون تر دویمې پورې واشنګټن ته د خپل سفر په وخت په امریکا کې د بېلابېلو څانګو له استازو سره ویني او پر دوه اړخیزو مسایلو به خبرې ورسره کوي.

اینټني بلینکن تېره میاشت بېجینګ ته د سفر په مهال د روس له دفاعي صنعت سره د چین د مرستې په اړه "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې وه او چینایي مشرانو ته یې خبرداری ورکړی وو چې کېدای شي واشنګټن ددې مسلې پر سر ورباندې بندیزونه ولګوي.

چین له روس سره د خپلې تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې له یوه لوی تجارتي شریک سره یواځې عادي اقتصادي تبادلې کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کرټ کمپبېل د چارشنبې- شورو په ورځ د امریکې دغه خبرداری نوی کړ او ویې ويل، د چين ملاتړ د دې سبب کیږي چې د روس د لرې واټن ویشتونکي میزایل، ګوره بارود، ډرون او د جګړې د تګلارې په ګډون د ماسکو پوځي توان بيا را ژوندی کړي.

ښاغلي کمپبېل بروکسل ته د خپل سفر په وخت د دې خبرې پر اړتیا ټینګار وکړ چې د یورپ او نېټو هیوادونه په بیړنۍ توګه "چین ته د هغو اقداماتو په اړه د اندېښنې ګډ پیغام واستوي، چې موږ وینو د یورپ زړه ناارامه کوي."

د امریکې او چین د چارواکو دا خبرې په داسې وخت کیږي چې څو ورځې مخکې چین د تایوان شاوخوا د 111 الوتکو او 46 سمندري بېړیو په مرسته دوه ورځني پوځي مشقونه تر سره کړل.

واشنګټن په کلکه له بیجینګ څخه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د دې خبرې پر اهمیت یې ټینګار کړی چې د تایوان ټاپو په اوږدو کې د امن او ارامۍ ساتلو ته پام وکړي.

د چين او تايوان لپاره د امريکې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سیکرټري مارک لمبرټ د مې په 23مه د چين د سرحدونو او سمندري چارو له عمومي مشر هونګ ليانګ سره د لیدو په وخت د تايوان شاوخوا د چینایي پوځ پر پوځي مشقونو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG