لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هائې کورټ د ډیوس فیصلې نه انکار کړی


لاهور کې د هاغه عدالت د بهر منظر چرته چې ریمنډ ډیوس تیره میاشت د پیشۍ د پاره راوستلی شوی وو
لاهور کې د هاغه عدالت د بهر منظر چرته چې ریمنډ ډیوس تیره میاشت د پیشۍ د پاره راوستلی شوی وو

د پاکستان لاهور هائي کورټ د دوه پاکستانیانو په وژنه کې نیول شوې امریکائي ریمنډ ډیوس په مقدمه کې د فیصلې اورولونه انکار کړی دی او مقدمه يي ماتحت عدالت نه سپارلې ده.

لاهور هائي کورټ ته د ریمنډ ډیوس په حقله دا قزیه وړاندې کړی شوې وه چې آیا د سفارتکار په حیث هغه ته د نیول کیدو نه استثنا حاصل ده او کنه؟

خو د گل په ورځ هائی کورټ وئیلې دا فیصله به هاغه عدالت کوي چرته چې په ریمنډ ډیوس باندې د دوه پاکستانیانو د وژلو مقدمه روانه ده. مقدمه کې بله پیشې د شورو په ورځ کیدونکې ده.

امریکا وائي ریمنډ ډیوس سفارتکار دی او ددې په حیث هغه په کوم جرم کې نیول کیدی نشي.

ریمنډ ډیوس د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان په لاهور ښار کې نیول شوی دی. په هغه الزام دی چې دوه پاکستانیان يي په ډزو ویشتې او وژلې دي. خو امریکائې چارواکې وائي ریمنډ ډیوس په لاره شوکیدو نه ځان بچ کولو د پاره خپله دفاع کې ډزې کړې دي.

خو پاکستاني پولیسو دغه دریز رد کړی دی وائي ریمنډ ډیوس کسان وژلې دي.

د ریمنډ ډیوس د نیول کیدوقزيه کې نوره پیچیدگي هاغه وخت رامنځته شوه کله چې لاهور کې د امریکې قونصلگرۍ یو گاډي یو تن اوهلو او هاغه مړ شو. دغه گاډی ریمنډ ډیوس ته تحفظ ورکولو د پاره په لاره وو. ددغه پیښې په ترڅ کې پاکستان کې د امریکې خلاف جذبات نور هم راپاریدلې دي.

د ریمنډ ډیوس د نیول کیدو په سر د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ائي ایس ائي او د امریکې د جاسوۍ ادارې سي ائي ای په منځ کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. پاکستاني چارواکو وئیلي امریکا باید د هاغه ټولو سي ائي ای کارونکو نومونه څرگند کړې څوک چې د پاکستان د قوله په پټه په پاکستان کې کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG